(1) 51-1 قسم دى په الوځوونكو بادونو، الوځول
(2) 51-2 بیا د (اوبو د) بار په اوچتوونكو ورېځو (قسم دى)
(3) 51-3 بیا په اسانۍ سره تلونكو كشتیو (قسم دى)
(4) 51-4 بیا د كار په تقسیموونكو ملايكو(قسم دى)
(5) 51-5 چې بېشكه هغه څه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي یقینًا رښتینې (وعده) ده
(6) 51-6 او بېشكه (د عمل) بدله خامخا واقع كېدونكې ده
(7) 51-7 قسم دى په اسمان چې د لارو والا دى
(8) 51-8 چې بېشكه تاسو یقینًا په ګده وډه (مختلفه) خبره كې يئ
(9) 51-9 ګرځولى شي له دغه (قرآن، نبي) نه هغه څوك چې (د الله په علم كې مخكې) ګرځول شوى دى
(10) 51-10 اټكل كوونكي دې هلاك كړى شي
(11) 51-11 هغه كسان چې دوى په ډېر غفلت كې دي، هېروونكي دي
(12) 51-12 دوى پوښتنه كوي چې د بدلې ورځ به كله وي؟
(13) 51-13 په هغې ورځ كې چې دوى به په اور سره په عذاب كولى شي
(14) 51-14 (وبه ویل شي!) تاسو خپل عذاب وڅَكئ، دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا جلت غوښته
(15) 51-15 بېشكه متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي
(16) 51-16 په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو
(17) 51-17 دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل
(18) 51-18 او په چرګ بانګونو كې به دوى استغفار كاوه
(19) 51-19 او د دوى په مالونو كې به د سوالګري او د محروم (مسكین) حق و
(20) 51-20 او په ځمكه كې د یقین كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
(21) 51-21 او ستاسو په ځانونو كې هم، ایا نو تاسو نه وینئ
(22) 51-22 او په اسمان كې ستاسو روزي ده او هغه څه چې تاسو سره يې وعده كولى شي
(23) 51-23 نو د اسمان او ځمكې په رب مې قسم دى چې بېشكه دا (خبره) یقینًا حق ده، چې د هغې په شان ده چې تاسو خبرې كوئ
(24) 51-24 ایا تا ته د ابراهیم د عزتمنو مېلمنو خبر رارسېدلى دى
(25) 51-25 كله چې دوى په ده ورننوتل، نو ويې ويل:(مونږ په تا سلام اچوو) سلام اچول، ده وویل: (په تاسو دې) سلام (وي او په زړه كې يې تېر شول چې دا) نا اشنا خلق دي
(26) 51-26 نو په تېزۍ سره خپلې ښځې ته لاړ، پس یو (وریت كړى) چاغ سخى يې راوړ
(27) 51-27 نو دغه يې دوى ته ورنژدې كړ، ويې ويل:تاسو ولې نه خورئ!
(28) 51-28 نو له دوى نه يې په زړه كې وېره وموندله، دوى وویل: ته مه وېرېږه او دوى ته يې د ډېر پوه هلك زېرى وركړ
(29) 51-29 نو د ده ښځې په چغې كولو سره مخ ورواړوه، پس خپل مخ يې وواهه او ويې ويل:(زه) زړه شنډه بوډۍ (یم)
(30) 51-30 دوى وویل: همداسې ستا رب ویلي دي، بېشكه هم هغه ښه حكمت والا، ښه پوه دى
(31) 51-31 ده وویل: نو ستاسو څه كار (او مقصد) دى اى رالېږل شویو (ملايكو)؟
(32) 51-32 دوى وویل: بېشكه مونږ د یو مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو
(33) 51-33 د دې لپاره چې مونږ په دوى باندې د خټو كاڼي راوورو
(34) 51-34 چې ستا د رب په نیز له حده وتونكو لپاره نشان داره كړى شوي دي
(35) 51-35 نو مونږ هغه څوك راووېستل چې په دغه (كلي) كې له مومنانو ځنې وو
(36) 51-36 پس مونږ په دغه (كلي) كې د مسلمانانو له یو كور نه غیر ونه مونده
(37) 51-37 او مونږ په دغه (كلي) كې د هغو كسانو لپاره یوه لویه نښه پرېښوده چې د ډېر دردوونكي عذاب نه وېرېږي
(38) 51-38 او په (قصه د) موسٰى كې، كله چې مونږ هغه فرعون ته په ښكاره دلیل سره ولېږه
(39) 51-39 نو هغه (فرعون) د خپل قوت (اولښكر) سره مخ واړوه او ويې ويل:(دا موسٰى) كوډګر (جادوګر) دى، یا لېونى دى
(40) 51-40 نو مونږ هغه او د هغه لښكرې راونیولې، نو مونږه دوى ټول په دریاب كې وغورځول، په داسې حال كې چې هغه د ملامتۍ كار كوونكى و
(41) 51-41 او په عادیانو كې، كله چې مونږ په دوى باندې (له خير نه) شنډ باد راخوشې كړ
(42) 51-42 ده به هېڅ داسې شى نه پرېښوده چې دا به پرې راغلى و مګر خو هغه به يې وچ زوړ رژېدلي واښه (يا هډوكي) وګرځاوه
(43) 51-43 او په ثمودیانو كې، كله چې دوى ته وويل شو چې تاسو تر یو وخته پورې نفع واخلئ
(44) 51-44 نو دوى د خپل رب له حكم نه سركشي وكړه، نو دوى (د) تندر (عذاب) ونیول، په دې حال كې چې دوى كتل
(45) 51-45 بیا نه دوى د ودرېدلو طاقت لاره او نه دوى بدل اخيستونكي وو
(46) 51-46 او له دوى نه مخكې د نوح قوم لره (مونږ هلاك كړى و) بېشكه هغوى یو فاسق قوم و
(47) 51-47 او اسمان مونږ هغه په قوت سره جوړ كړى دى او بېشكه مونږ خامخا پراخوونكي/ پراخه قدرت لرونكي یو
(48) 51-48 او ځمكه، مونږ هغه غوړولې ده، نو (مونږ) ښه غوړوونكي یو
(49) 51-49 او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ
(50) 51-50 نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
(51) 51-51 او تاسو له الله سره بل معبود مه شریكوئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم
(52) 51-52 همداسې، هغو كسانو ته چې له دوى نه مخكې وو، هېڅ یو رسول نه و راغلى مګر دوى به ویل: (دا) جادوګر دى، یا لېونى دى
(53) 51-53 ایا دوى په دې (خبرې) سره یو بل ته وصیت كړى دى، بلكې دوى سركشه قوم دى
(54) 51-54 نو ته له دوى نه مخ واړوه، پس ته هېڅ ملامت كړى شوى نه يې
(55) 51-55 او ته نصیحت كوه، پس بېشكه نصیحت كول مومنانو ته نفع رسوي
(56) 51-56 او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي
(57) 51-57 زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي
(58) 51-58 بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى
(59) 51-59 د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، یقینًا د دوى د ملګرو (د عذاب) د حصې په شان حصه ده، نو دوى دې په ما تلوار نه كوي
(60) 51-60 پس د كافران شویو خلقو لپاره هلاكت دى، د دوى له هغې ورځې نه چې دوى سره يې وعده كولى شي