88 - Al-Ghaashiya ()

|

(1) 88-1 ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟

(2) 88-2 څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي

(3) 88-3 سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي

(4) 88-4 ډېر ګرم اور ته به ننوځي

(5) 88-5 په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي

(6) 88-6 د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه

(7) 88-7 چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي

(8) 88-8 څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي

(9) 88-9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي

(10) 88-10 په اوچت جنت كې به وي

(11) 88-11 دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري

(12) 88-12 په دغه (جنت) كې روانه چینه ده

(13) 88-13 په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي

(14) 88-14 او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي

(15) 88-15 او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي

(16) 88-16 او غوړول شوي اعلی فرشونه دي

(17) 88-17 ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟

(18) 88-18 او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟

(19) 88-19 او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟

(20) 88-20 او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟

(21) 88-21 نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې

(22) 88-22 ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې

(23) 88-23 مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي

(24) 88-24 نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب

(25) 88-25 بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى

(26) 88-26 بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى