(1) 90-1 زه قسم خورم په دې ښار باندې
(2) 90-2 په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې
(3) 90-3 او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي
(4) 90-4 یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى
(5) 90-5 ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي
(6) 90-6 دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى
(7) 90-7 ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى
(8) 90-8 ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي
(9) 90-9 او یوه ژبه او دوه شونډي
(10) 90-10 اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي
(11) 90-11 نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست
(12) 90-12 او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟
(13) 90-13 خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي
(14) 90-14 او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده
(15) 90-15 یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي
(16) 90-16 یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي
(17) 90-17 بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي
(18) 90-18 دغه كسان دښي اړخ والا دي
(19) 90-19 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي
(20) 90-20 په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي