103 - Al-Asr ()
|
(1) 103-1 قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه)
(2) 103-2 چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى
(3) 103-3 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى