83 - Al-Mutaffifin ()

|

(1) 83-1 (په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى

(2) 83-2 هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي

(3) 83-3 او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (،نو) كمى كوي

(4) 83-4 ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي

(5) 83-5 په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره)

(6) 83-6 هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي

(7) 83-7 هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي

(8) 83-8 او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى

(9) 83-9 یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى

(10) 83-10 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى

(11) 83-11 هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي

(12) 83-12 او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار

(13) 83-13 كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي

(14) 83-14 داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول

(15) 83-15 داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي

(16) 83-16 بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي

(17) 83-17 بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

(18) 83-18 داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي

(19) 83-19 او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى

(20) 83-20 یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى

(21) 83-21 چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي

(22) 83-22 بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي

(23) 83-23 دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به

(24) 83-24 (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې

(25) 83-25 په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي

(26) 83-26 چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي

(27) 83-27 د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى

(28) 83-28 چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي

(29) 83-29 بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و

(30) 83-30 او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل

(31) 83-31 او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل

(32) 83-32 او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي

(33) 83-33 حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي

(34) 83-34 نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي

(35) 83-35 په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به

(36) 83-36 یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول