104 - Al-Humaza ()

|

(1) 104-1 هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره

(2) 104-2 هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى

(3) 104-3 دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟

(4) 104-4 داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي

(5) 104-5 او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟

(6) 104-6 د الله هغه بل كړى شوى اور دى

(7) 104-7 هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)

(8) 104-8 بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي

(9) 104-9 په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې