55 - Ar-Rahmaan ()

|

(1) 55-1 ډېر زیات مهربان ذات

(2) 55-2 (دا) قرآن ښودلى دى

(3) 55-3 هغه انسان پیدا كړى دى

(4) 55-4 ده ته يې بیان (او وینا) كول ښودلي دي

(5) 55-5 لمر او سپوږۍ په حساب سره (روان) دي

(6) 55-6 او ستوري / واښه او ونې دواړه سجدې كوي

(7) 55-7 او اسمان لره، دا هغه پورته (اوچت) كړى دى او تله يې اېښې (مقرر كړې) ده

(8) 55-8 (د دې لپاره) چې تاسو په تله كې تېرى ونه كړئ

(9) 55-9 او تاسو په انصاف سره وزن برابروئ او په تول كې كمى مه كوئ

(10) 55-10 او ځمكې لره، هغه دا د ژوندیو لپاره غوړولې ده

(11) 55-11 په دې كې مېوې دي او د پوښونو والا د كجورو ونې دي

(12) 55-12 او د وښو (بوسو) والا دانې دي او خوشبویه ګلان دي

(13) 55-13 نو (اى انسانانو او پېریانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ (او ترې منكرېږئ)

(14) 55-14 انسان يې د كودرې په شان له وچې كړنګېدونكې خټې نه پیدا كړى دى

(15) 55-15 او جان (د پېریانو پلار) يې د اور له خالصې (بې لوګي) شغلې نه پیدا كړى دى

(16) 55-16 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(17) 55-17 (هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى

(18) 55-18 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(19) 55-19 هغه دوه سمندرونه بهولي دي، په دې حال كې چې یوله بله سره میلاوېږي

(20) 55-20 د دواړو په مینځ كې یوه پرده ده، چې په یو بل باندې نه ورګډېږي

(21) 55-21 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(22) 55-22 له دواړو (د سمندرونو) نه ملغلرې او مرجان راوځي

(23) 55-23 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(24) 55-24 او خاص هغه لره دي په سمندر كې بادبان پورته كړى شوې بېړۍ، لكه غرونه

(25) 55-25 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(26) 55-26 هر هغه څوك چې په دې (ځمكې) باندې دي؛ فاني كېدونكي دي

(27) 55-27 او باقي به پاتې شي ستا د رب مخ (ذات) چې د جلال او د عزت خاوند دى

(28) 55-28 نو (اى انسانانو او پېریانو! ) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې كوم یو دروغ ګڼئ ؟

(29) 55-29 له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي، هر وخت هغه په یوكار كې دى

(30) 55-30 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(31) 55-31 ژر ده چې مونږ به تاسو ته وزګار شو، اى دوه درنو قبیلو (انسانانو او پېریانو!)

(32) 55-32 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(33) 55-33 اى د پېریانو او انسانانو ډلې! كه چېرې تاسو د دې طاقت لرئ چې تاسو د اسمانونو او ځمكې له غاړو نه بهر ووځئ، نو ووځئ او تاسو به بهر ونه وتلى شئ مګر په قوت (او زور) سره

(34) 55-34 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(35) 55-35 په تاسو دواړو (ډلو) باندې به د اور خالصې لمبې او لوګى درخوشې كړى شي، بیا به تاسو یوله بل سره مدد نشئ كولى

(36) 55-36 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم كوم نه انكار كوئ؟

(37) 55-37 بیا چې كله اسمان څیرې شي، نو سور رنګه ګل به شي، لكه د سرې څرمنې

(38) 55-38 نو تاسو دواړه (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(39) 55-39 نو په دغې ورځ كې به د خپلې ګناه په باره كې نه له انسان نه پوښتنه كولى شي او نه له پېري نه

(40) 55-40 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(41) 55-41 مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي

(42) 55-42 نو (اى پېريانو او انسانانو!) تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم يوه تكذيب كوئ

(43) 55-43 دا هغه دوزخ دى چې مجرمانو (كافرانو) به دا دروغ ګاڼه

(44) 55-44 دوى به د دغه (دوزخ) په مینځ كې او د ډېرو ګرمو اوبو په مینځ كې ګرځي

(45) 55-45 نو (اى پېریانو او انسانانو!) تاسو دواړه د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه انكار كوئ؟

(46) 55-46 او د هغه چا لپاره چې د خپل رب په واړندې له ودرېدلو نه وېرېږي، دوه جنتونه دي

(47) 55-47 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ؟

(48) 55-48 (دغه جنتونه) د ډېرو ډېرو څانګو والا دي

(49) 55-49 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې كوم كوم دروغ ګڼئ

(50) 55-50 په دغو دواړو (جنتونو) كې دوه چینې دي چې بهېږي

(51) 55-51 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې له كوم یو نه انكار كوئ

(52) 55-52 په دغو (جنتونو) كې له هرې مېوې نه دوه دوه قسمه دي

(53) 55-53 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(54) 55-54 په داسې حال كې چې دوى به په داسې فرشونو باندې تكیه وهونكي وي چې د هغو استرونه به له پېړو ورېښمو څخه وي او د دواړو جنتونو مېوې به نژدې وي

(55) 55-55 نو تاسو (اى انسانانو او پېریانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(56) 55-56 په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي، چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه بل انسان لاس وروړى وي او نه پېري

(57) 55-57 نو تاسو (اى پېریانو او انسانانو!) د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(58) 55-58 ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي

(59) 55-59 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(60) 55-60 د احسان بدل نه دى مګر احسان (او نېكي) كول

(61) 55-61 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(62) 55-62 او له دغو دواړو نه غیر دوه نور جنتونه دي

(63) 55-63 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(64) 55-64 تك تور دي (له ډېر شین والي او خړوب والي نه)

(65) 55-65 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(66) 55-66 په دغو دواړو كې دوه جوش وهونكې چینې دي

(67) 55-67نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(68) 55-68 په دغو دواړو كې مېوې او كجورې او انار دي

(69) 55-69نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(70) 55-70 په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي

(71) 55-71 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(72) 55-72 په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي

(73) 55-73 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(74) 55-74 چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري

(75) 55-75 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(76) 55-76 په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې

(77) 55-77نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ

(78) 55-78 ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى