81 - At-Takwir ()

|

(1) 81-1 كله چې لمر ونغښتل شي

(2) 81-2 او كله چې ستوري خړ شي

(3) 81-3 او كله چې غرونه روان كړل شي

(4) 81-4 او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي

(5) 81-5 او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي

(6) 81-6 او كله چې دریابونه بل كړى شي

(7) 81-7 او كله چې نفسونه جوړه كړل شي

(8) 81-8 او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي

(9) 81-9 چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده

(10) 81-10 او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي

(11) 81-11 او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي

(12) 81-12 او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي

(13) 81-13 او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي

(14) 81-14 هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي

(15) 81-15 نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي

(16) 81-16 په روانو، پټېدونكو باندې

(17) 81-17 او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي

(18) 81-18 او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي)

(19) 81-19 بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى

(20) 81-20 چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى

(21) 81-21 منلى شوى دى هلته، امین دى

(22) 81-22 او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى

(23) 81-23 او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و

(24) 81-24 او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى

(25) 81-25 او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي

(26) 81-26 نو تاسو (اى كافرانو!)چېرته ځئ؟

(27) 81-27 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند)

(28) 81-28 د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي

(29) 81-29 او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي