(1) 96-1 ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)
(2) 96-2 ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى
(3) 96-3 ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى
(4) 96-4 هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده
(5) 96-5 انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده
(6) 96-6 حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي
(7) 96-7 په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو
(8) 96-8 بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي
(9) 96-9 ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي
(10) 96-10 بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي
(11) 96-11 ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي
(12) 96-12 یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي
(13) 96-13 ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي
(14) 96-14 ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟
(15) 96-15 داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره
(16) 96-16 داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى
(17) 96-17 نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي
(18) 96-18 ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو
(19) 96-19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه