114 - An-Naas ()
|
(1) 114-1 (اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم
(2) 114-2 چې د خلقو بادشاه دى
(3) 114-3 د خلقو (حقیقي) معبود دى
(4) 114-4 له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي
(5) 114-5 هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي
(6) 114-6 چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي