(1) 80-1 ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
(2) 80-2 په دې وجه چې ده ته ړوند راغى
(3) 80-3 او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي
(4) 80-4 یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
(5) 80-5 هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
(6) 80-6 نو ته په هغه پسې كېږې
(7) 80-7 حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
(8) 80-8 او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
(9) 80-9 په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
(10) 80-10 نو ته له هغه نه مشغولېږې
(11) 80-11 داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
(12) 80-12 نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
(13) 80-13 (دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
(14) 80-14 چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
(15) 80-15 د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
(16) 80-16 چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
(17) 80-17 انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!
(18) 80-18 دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
(19) 80-19 له نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
(20) 80-20 بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
(21) 80-21 بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
(22) 80-22 بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
(23) 80-23 داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
(24) 80-24 نو انسان دې خپل طعام ته وګوري
(25) 80-25 چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
(26) 80-26 بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
(27) 80-27 نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
(28) 80-28 او انګور او تركاريانې
(29) 80-29 او زیتون او كجورې
(30) 80-30 او ګڼ باغونه
(31) 80-31 او مېوې او ګياه (واښه)
(32) 80-32 ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
(33) 80-33 نو كله چې سخت اواز راشي
(34) 80-34 په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
(35) 80-35 او له خپلې مور او خپل پلاره
(36) 80-36 او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
(37) 80-37 په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
(38) 80-38 څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
(39) 80-39 خندېدونكي (او) خوشاله به وي
(40) 80-40 او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
(41) 80-41 دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
(42) 80-42 دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي