(1) 79-1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل
(2) 79-2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل
(3) 79-3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل
(4) 79-4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل
(5) 79-5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ)
(6) 79-6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي
(7) 79-7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې
(8) 79-8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي
(9) 79-9 د دغو سترګې به ښكته وي
(10) 79-10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟)
(11) 79-11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو
(12) 79-12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي
(13) 79-13 پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده
(14) 79-14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي
(15) 79-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده
(16) 79-16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ
(17) 79-17 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
(18) 79-18 نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې
(19) 79-19 او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې
(20) 79-20 نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله
(21) 79-21 نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه
(22) 79-22 بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ
(23) 79-23 نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ
(24) 79-24 نو ويې ويل:زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب)
(25) 79-25 نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره
(26) 79-26 بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي
(27) 79-27 ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى
(28) 79-28 د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى
(29) 79-29 او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده
(30) 79-30 او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده
(31) 79-31 ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي
(32) 79-32 او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي
(33) 79-33 ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره
(34) 79-34 نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي
(35) 79-35 په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي
(36) 79-36 او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني
(37) 79-37 نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي
(38) 79-38 او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي
(39) 79-39 نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده
(40) 79-40 او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي
(41) 79-41 نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده
(42) 79-42 (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي
(43) 79-43 ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې
(44) 79-44 خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده
(45) 79-45 بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي
(46) 79-46 ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت