(1) 97-1 بېشكه مونږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى
(2) 97-2 او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟
(3) 97-3 د قدر شپه له زرو میاشتو نه غوره ده
(4) 97-4 په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار
(5) 97-5 (دغه شپه) سلامتیا ده، دغه (شپه) تر سبا ختلو پورې ده