(1) 1-1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
(2) 1-2 ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
(3) 1-3 ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
(4) 1-4 د بَدلې د ورځې مالك دى
(5) 1-5 مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
(6) 1-6 ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه
(7) 1-7 د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي