(1) 85-1 قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى
(2) 85-2 او په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت)
(3) 85-3 او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده)
(4) 85-4 هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق
(5) 85-5 چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا
(6) 85-6 كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو
(7) 85-7 او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو
(8) 85-8 او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى
(9) 85-9 هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى
(10) 85-10 بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى
(11) 85-11 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
(12) 85-12 بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي
(13) 85-13 بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي
(14) 85-14 او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى
(15) 85-15 د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى
(16) 85-16 ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي
(17) 85-17 ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟
(18) 85-18 چې فرعونیان او ثمودیان وو
(19) 85-19 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي
(20) 85-20 او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى
(21) 85-21 بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى
(22) 85-22 په لوح محفوظ كې دى