100 - Al-Aadiyaat ()

|

(1) 100-1 قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي

(2) 100-2 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي

(3) 100-3 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي

(4) 100-4 نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي

(5) 100-5 پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي

(6) 100-6 چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى

(7) 100-7 او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى

(8) 100-8 او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى

(9) 100-9 ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟

(10) 100-10 او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي

(11) 100-11 بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى