89 - Al-Fajr ()

|

(1) 89-1 قسم دى په فجر (سبا) باندې

(2) 89-2 او په لسو شپو باندې

(3) 89-3 او په جفت او طاق باندې

(4) 89-4 او په شپه باندې كله چې روانه وي

(5) 89-5 ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟

(6) 89-6 ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟

(7) 89-7 چې ارم و د ستنو والا

(8) 89-8 هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي

(9) 89-9 او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟

(10) 89-10 او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)

(11) 89-11 هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه

(12) 89-12 نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و

(13) 89-13 نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه

(14) 89-14 بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى

(15) 89-15 نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ

(16) 89-16 او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم

(17) 89-17 داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ

(18) 89-18 او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ

(19) 89-19 او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره

(20) 89-20 او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه

(21) 89-21 داسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره

(22) 89-22 او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)

(23) 89-23 او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي

(24) 89-24 دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى

(25) 89-25 نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي

(26) 89-26 او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي

(27) 89-27 اى اطمینان نیوونكیه نفسه!

(28) 89-28 ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې

(29) 89-29 نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه

(30) 89-30 او زما جنت ته ننوځه