93 - Ad-Dhuhaa ()

|

(1) 93-1 قسم دى په څاښت باندې

(2) 93-2 او په شپه باندې كله چې قراره شي

(3) 93-3 چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى

(4) 93-4 او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى

(5) 93-5 او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې

(6) 93-6 ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ

(7) 93-7 او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه

(8) 93-8 او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې

(9) 93-9 نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه

(10) 93-10 او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه

(11) 93-11 او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه