37 - As-Saaffaat ()

|

(1) 37-1 قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول

(2) 37-2 بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل

(3) 37-3 بیا د ذكر په لوستونكو باندې

(4) 37-4 چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى

(5) 37-5 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى

(6) 37-6 بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي

(7) 37-7 او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى

(8) 37-8 دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي

(9) 37-9 د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى

(10) 37-10 غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې

(11) 37-11 نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي

(12) 37-12 بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي

(13) 37-13 او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي

(14) 37-14 او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي

(15) 37-15 او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو

(16) 37-16 ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟

(17) 37-17 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟

(18) 37-18 ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ

(19) 37-19 پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري

(20) 37-20 او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده

(21) 37-21 دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه

(22) 37-22 (الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه

(23) 37-23 له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ

(24) 37-24 او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي

(25) 37-25 په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟

(26) 37-26 بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي

(27) 37-27 او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي

(28) 37-28 وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ

(29) 37-29 وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ

(30) 37-30 او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ

(31) 37-31 نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو

(32) 37-32 نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو

(33) 37-33 پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي

(34) 37-34 بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو

(35) 37-35 بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (،نو) دوى به تكبر كاوه

(36) 37-36 او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو

(37) 37-37 (داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى

(38) 37-38 بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ

(39) 37-39 او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول

(40) 37-40 لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان

(41) 37-41 دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده

(42) 37-42 چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي

(43) 37-43 د نعمتونو په باغونو كې

(44) 37-44 (چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ

(45) 37-45 په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي

(46) 37-46 چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي

(47) 37-47 نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي

(48) 37-48 او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي

(49) 37-49 ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي

(50) 37-50 نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي

(51) 37-51 په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و

(52) 37-52 ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟

(53) 37-53 ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي

(54) 37-54 وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟

(55) 37-55 نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني

(56) 37-56 وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې

(57) 37-57 او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم

(58) 37-58 ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو

(59) 37-59 زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو

(60) 37-60 بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى

(61) 37-61 د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي

(62) 37-62 ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه

(63) 37-63 بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده

(64) 37-64 بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي

(65) 37-65 د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي

(66) 37-66 پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي

(67) 37-67 بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي

(68) 37-68 بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي

(69) 37-69 بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي

(70) 37-70 نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي

(71) 37-71 او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي

(72) 37-72 او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو

(73) 37-73 نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟

(74) 37-74 لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي)

(75) 37-75 او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو

(76) 37-76 او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

(77) 37-77 او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله

(78) 37-78 او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله

(79) 37-79 په عالمونو كې دې په نوح سلام وي

(80) 37-80 بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو

(81) 37-81 بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و

(82) 37-82 بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل

(83) 37-83 او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى

(84) 37-84 (یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى

(85) 37-85 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟

(86) 37-86 ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟

(87) 37-87 نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى

(88) 37-88 نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر

(89) 37-89 نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم

(90) 37-90 نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو

(91) 37-91 نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟

(92) 37-92 په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟

(93) 37-93 نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و

(94) 37-94 نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې

(95) 37-95 ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ

(96) 37-96‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي

(97) 37-97 دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ

(98) 37-98 نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل

(99) 37-99 او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي

(100) 37-100 اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي

(101) 37-101 نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ

(102) 37-102 نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل:اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې

(103) 37-103 نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه

(104) 37-104 او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه

(105) 37-105 یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

(106) 37-106 بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و

(107) 37-107 او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو

(108) 37-108 او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې

(109) 37-109 دا چې سلام دې وي په ابراهیم

(110) 37-110 نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو

(111) 37-111 بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

(112) 37-112 او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه

(113) 37-113 او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى

(114) 37-114 او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ

(115) 37-115 او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ

(116) 37-116 او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول

(117) 37-117 او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و

(118) 37-118 او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه

(119) 37-119 او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده

(120) 37-120 دا چې سلام دي وي په موسي او هارون

(121) 37-121 بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو

(122) 37-122 بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي

(123) 37-123 او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى

(124) 37-124 (یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ!

(125) 37-125 ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ

(126) 37-126 چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى

(127) 37-127 نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي

(128) 37-128 د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ)

(129) 37-129 او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې

(130) 37-130 چې په الیاسین دې سلام وي

(131) 37-131 بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو

(132) 37-132 بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى

(133) 37-133 او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى

(134) 37-134 (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ

(135) 37-135 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه

(136) 37-136 بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل

(137) 37-137 او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ

(138) 37-138 او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ

(139) 37-139 او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى

(140) 37-140 (یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده

(141) 37-141 نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې

(142) 37-142 نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و

(143) 37-143 نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و

(144) 37-144 (نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي

(145) 37-145 نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و

(146) 37-146 او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه

(147) 37-147 او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو

(148) 37-148 نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه

(149) 37-149 نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟

(150) 37-150 یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو

(151) 37-151 خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي

(152) 37-152 الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

(153) 37-153 ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې

(154) 37-154 په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟

(155) 37-155 ایا تاسو نصیحت نه اخلئ

(156) 37-156 ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟

(157) 37-157 نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

(158) 37-158 او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب ( د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي

(159) 37-159 الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي

(160) 37-160 لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي)

(161) 37-161 پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ

(162) 37-162 نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا)

(163) 37-163 غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى

(164) 37-164 او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى

(165) 37-165 او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو

(166) 37-166 او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو

(167) 37-167 او بېشكه چې خامخا دوى به ویل

(168) 37-168 كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى

(169) 37-169 (نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو

(170) 37-170 نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي

(171) 37-171 او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده

(172) 37-172 چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي

(173) 37-173 او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي

(174) 37-174 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې

(175) 37-175 او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني

(176) 37-176 ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي

(177) 37-177 نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي

(178) 37-178 او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې

(179) 37-179 او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني

(180) 37-180 ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي

(181) 37-181 او سلام دې وي په رسولانو باندې

(182) 37-182 او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى