(1) 74-1 اى په جامه كې نغښتونكیه!
(2) 74-2 ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه
(3) 74-3 او نو د خپل رب لويي بیانوه
(4) 74-4 او نو خپلې جامې پاكې ساته
(5) 74-5 او ګناه (او بتان) نو ترك كړه
(6) 74-6 او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې
(7) 74-7 او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه
(8) 74-8 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي
(9) 74-9 نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده
(10) 74-10 په كافرانو باندې اسانه نه ده
(11) 74-11 ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى
(12) 74-12 او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ
(13) 74-13 او زامن حاضر (باشه)
(14) 74-14 او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي
(15) 74-15 بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم
(16) 74-16 هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و
(17) 74-17 ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم
(18) 74-18 بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه
(19) 74-19 پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟
(20) 74-20 بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه
(21) 74-21 بیا يې وكتل
(22) 74-22 بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ
(23) 74-23 بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه
(24) 74-24 نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي
(25) 74-25 نه دى دا مګر د انسان قول
(26) 74-26 ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم
(27) 74-27 او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى
(28) 74-28 دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي
(29) 74-29 انسان لره ډېر سوځوونكى دى
(30) 74-30 په ده باندې نولس(ملايك) مقرر دي
(31) 74-31 او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند)
(32) 74-32 هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ
(33) 74-33 او په شپې باندې كله چې شا كړي
(34) 74-34 او په سبا باندې كله چې روښانه شي
(35) 74-35 بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى
(36) 74-36 چې انسان لره وېروونكى دى
(37) 74-37 هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي
(38) 74-38 هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي
(39) 74-39 غیر له ښي اړخ والاو نه
(40) 74-40 (دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي
(41) 74-41 د مجرمانو (كافرانو) په باره كې
(42) 74-42 (مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟
(43) 74-43 دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو
(44) 74-44 او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه
(45) 74-45 او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو
(46) 74-46 او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله
(47) 74-47 تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى
(48) 74-48 نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي
(49) 74-49 نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي
(50) 74-50 ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي
(51) 74-51 چې له زمري نه تښتي
(52) 74-52 بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي
(53) 74-53 هیڅكله داسې نه ده بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي
(54) 74-54 هیڅكله داسې نه ده، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى
(55) 74-55 نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي
(56) 74-56 او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى