(1) 54-1 قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله
(2) 54-2 او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى
(3) 54-3 او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى
(4) 54-4 او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و
(5) 54-5 (دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي
(6) 54-6 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي
(7) 54-7 په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي
(8) 54-8 د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده
(9) 54-9 له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل:(دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)
(10) 54-10 نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله
(11) 54-11 نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې
(12) 54-12 او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و
(13) 54-13 او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه
(14) 54-14 چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه
(15) 54-15 او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
(16) 54-16 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
(17) 54-17 او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
(18) 54-18 عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو
(19) 54-19 بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې
(20) 54-20 دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي
(21) 54-21 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
(22) 54-22 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته ؟
(23) 54-23 ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ
(24) 54-24 پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو
(25) 54-25 ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى
(26) 54-26 ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى
(27) 54-27 بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه
(28) 54-28 او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي
(29) 54-29 او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه)
(30) 54-30 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
(31) 54-31 بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول
(32) 54-32 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
(33) 54-33 د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ
(34) 54-34 بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ
(35) 54-35 زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي
(36) 54-36 او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو، پس دوى(د هغه) په وېرولو كې شك وكړ
(37) 54-37 او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
(38) 54-38 او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى
(39) 54-39 نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
(40) 54-40 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
(41) 54-41 او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو
(42) 54-42 (نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره
(43) 54-43 (اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟
(44) 54-44 یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو
(45) 54-45 دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي
(46) 54-46 بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى
(47) 54-47 بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي
(48) 54-48 په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ
(49) 54-49 بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى
(50) 54-50 او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول
(51) 54-51 او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
(52) 54-52 او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى
(53) 54-53 او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى
(54) 54-54 بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي
(55) 54-55 د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره