107 - Al-Maa'un ()

|

(1) 107-1 ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي

(2) 107-2 نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي

(3) 107-3 او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي

(4) 107-4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره

(5) 107-5 هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي

(6) 107-6 هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي

(7) 107-7 او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي