(1) 111-1 د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو
(2) 111-2 د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو
(3) 111-3 ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي
(4) 111-4 او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم)
(5) 111-5 د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده