92 - Al-Lail ()

|

(1) 92-1 قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي

(2) 92-2 او په ورځ باندې كله چې روښانه شي

(3) 92-3 او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي

(4) 92-4 چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي

(5) 92-5 نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي

(6) 92-6 او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي

(7) 92-7 نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو

(8) 92-8 او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي

(9) 92-9 او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي)

(10) 92-10 نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو

(11) 92-11 او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي

(12) 92-12 بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي

(13) 92-13 او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)

(14) 92-14 نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي

(15) 92-15 ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته

(16) 92-16 هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى

(17) 92-17 او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى

(18) 92-18 هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي

(19) 92-19 او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي

(20) 92-20 مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى

(21) 92-21 او خامخا ژر به دى راضي شي`