(1) 102-1 تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره
(2) 102-2 تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ
(3) 102-3 داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
(4) 102-4 بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ
(5) 102-5 داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى
(6) 102-6 تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ
(7) 102-7 بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ
(8) 102-8 بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي