105 - Al-Fil ()

|

(1) 105-1 ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟

(2) 105-2 ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟

(3) 105-3 او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل

(4) 105-4 چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پخ شوي وو

(5) 105-5 نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول