94 - Ash-Sharh ()

|

(1) 94-1 ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې

(2) 94-2 او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى

(3) 94-3 هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه

(4) 94-4 او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ

(5) 94-5 نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته

(6) 94-6 بېشكه له سختۍ سره اساني شته

(7) 94-7 نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه

(8) 94-8 او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه