75 - Al-Qiyaama ()

|

(1) 75-1 زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم

(2) 75-2 او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم

(3) 75-3 ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو

(4) 75-4 ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو

(5) 75-5 بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي

(6) 75-6 دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟

(7) 75-7 نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي

(8) 75-8 او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي

(9) 75-9 او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي

(10) 75-10 نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟

(11) 75-11 هیڅكله داسې نه ده، هېڅ پناه ځاى نشته

(12) 75-12 په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى

(13) 75-13 په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي

(14) 75-14 بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى

(15) 75-15 اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي

(16) 75-16 (اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې

(17) 75-17 بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي

(18) 75-18 نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه

(19) 75-19 بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي

(20) 75-20 هیڅكله داسې نه ده بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ

(21) 75-21 او تاسو اخرت پرېږدئ

(22) 75-22 په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي

(23) 75-23 خپل رب ته به كتونكي وي

(24) 75-24 او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي

(25) 75-25 یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي

(26) 75-26 داسې نه ده كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي

(27) 75-27 او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟

(28) 75-28 او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى

(29) 75-29 او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي

(30) 75-30 ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي

(31) 75-31 پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ

(32) 75-32 او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه

(33) 75-33 بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه

(34) 75-34 تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي

(35) 75-35 بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي

(36) 75-36 ایا(كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي

(37) 75-37 ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي

(38) 75-38 بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ

(39) 75-39 نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه

(40) 75-40 ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟