82 - Al-Infitaar ()

|

(1) 82-1 كله چې اسمان وچوي

(2) 82-2 او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي

(3) 82-3 او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي

(4) 82-4 او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي

(5) 82-5 هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي

(6) 82-6 اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې

(7) 82-7 هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې

(8) 82-8 په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې

(9) 82-9 داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ

(10) 82-10 په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي

(11) 82-11 چې عزتمن لیكونكي دي

(12) 82-12 دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ

(13) 82-13 بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي

(14) 82-14 او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي

(15) 82-15 دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي

(16) 82-16 او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي

(17) 82-17 او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟

(18) 82-18 بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى

(19) 82-19 (یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي