95 - At-Tin ()

|

(1) 95-1 قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې

(2) 95-2 او په طور سینین (غره) باندې

(3) 95-3 او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې

(4) 95-4 چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى

(5) 95-5 بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته

(6) 95-6 مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

(7) 95-7 نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟

(8) 95-8 ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟