101 - Al-Qaari'a ()

|

(1) 101-1 (د زړونو) ټكوونكى (قیامت)

(2) 101-2 (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟

(3) 101-3 او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟

(4) 101-4 (دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي

(5) 101-5 او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي

(6) 101-6 نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې

(7) 101-7 نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي

(8) 101-8 او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې

(9) 101-9 نو د ده استوګنځى هاویه ده

(10) 101-10 او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟

(11) 101-11 (دغه) ډېر ګرم اور دى