(1) 77-1 قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي!
(2) 77-2 بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل
(3) 77-3 او په خورونكو بادونو باندې، خورول
(4) 77-4 بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول
(5) 77-5 بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي
(6) 77-6 د عذر لپاره او وېرولو لپاره
(7) 77-7 بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده
(8) 77-8 نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي
(9) 77-9 او كله چې اسمان څیرې كړى شي
(10) 77-10 او كله چې غرونه والوزول شي
(11) 77-11 او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي
(12) 77-12 د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟
(13) 77-13 د فیصلې د ورځې لپاره
(14) 77-14 او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده
(15) 77-15 د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى
(16) 77-16 ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي
(17) 77-17 بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو
(18) 77-18 همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو
(19) 77-19 په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى
(20) 77-20 ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي
(21) 77-21 پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې
(22) 77-22 تر مقررې نېټې (اندازې) پورې
(23) 77-23 نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو
(24) 77-24 په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(25) 77-25 ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې
(26) 77-26 ژوندیو لره او مړیو لره
(27) 77-27 او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي
(28) 77-28 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(29) 77-29 تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه
(30) 77-30 تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى
(31) 77-31 چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي
(32) 77-32 بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ
(33) 77-33 ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي
(34) 77-34 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(35) 77-35 دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى
(36) 77-36 او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي
(37) 77-37 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(38) 77-38 دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي
(39) 77-39 نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ
(40) 77-40 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(41) 77-41 یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي
(42) 77-42 او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي
(43) 77-43 (ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
(44) 77-44 بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
(45) 77-45 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى
(46) 77-46 تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه، بېشكه تاسو مجرمان یئ
(47) 77-47 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده
(48) 77-48 او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي
(49) 77-49 په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
(50) 77-50 نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟