91 - Ash-Shams ()

|

(1) 91-1 قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې

(2) 91-2 اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي

(3) 91-3 او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي

(4) 91-4 او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)

(5) 91-5 او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى

(6) 91-6 او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده

(7) 91-7 او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى

(8) 91-8 نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده

(9) 91-9 چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ

(10) 91-10 او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ

(11) 91-11 ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و

(12) 91-12 كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو

(13) 91-13 نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ

(14) 91-14 نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل

(15) 91-15 او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي