69 - Al-Haaqqa ()

|

(1) 69-1 دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى

(2) 69-2 دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى

(3) 69-3 او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى

(4) 69-4 ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و

(5) 69-5 نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول

(6) 69-6 او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول

(7) 69-7 (الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي

(8) 69-8 نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې

(9) 69-9 او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ

(10) 69-10 نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول

(11) 69-11 بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ

(12) 69-12 د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري

(13) 69-13 نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، یو پوكى

(14) 69-14 او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول

(15) 69-15 نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي

(16) 69-16 او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي

(17) 69-17 او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي

(18) 69-18 په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي

(19) 69-19 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ

(20) 69-20 بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم

(21) 69-21 نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي

(22) 69-22 په اوچت جنت كې

(23) 69-23 چې د هغه مېوې به نژدې وي

(24) 69-24 تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو

(25) 69-25 او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې

(26) 69-26 او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى

(27) 69-27 اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى

(28) 69-28 زما مال زما هېڅ په كار رانغى

(29) 69-29 له ما نه زما بادشاهي برباده شوه

(30) 69-30 (وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ

(31) 69-31 بیا دى دوزخ ته داخل كړئ

(32) 69-32 بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ

(33) 69-33 بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ

(34) 69-34 او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه

(35) 69-35 نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته

(36) 69-36 او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه

(37) 69-37 چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران

(38) 69-38 نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ

(39) 69-39 او په هغو چې تاسو يې نه وینئ

(40) 69-40 بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده

(41) 69-41 او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ

(42) 69-42 او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ

(43) 69-43 (دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي

(44) 69-44 او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى

(45) 69-45 (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى

(46) 69-46 بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى

(47) 69-47 نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو

(48) 69-48 او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى

(49) 69-49 او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي

(50) 69-50 او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى

(51) 69-51 او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى

(52) 69-52 نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه