(1) 44-1 حا، ميم
(2) 44-2 قسم دى په بیانوونكي كتاب
(3) 44-3 بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
(4) 44-4 په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
(5) 44-5 زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ ( د رسولانو) لېږونكي وو
(6) 44-6 ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
(7) 44-7 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي يئ
(8) 44-8 نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
(9) 44-9 بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
(10) 44-10 پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
(11) 44-11 چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
(12) 44-12 اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
(13) 44-13 دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
(14) 44-14 بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل:(دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
(15) 44-15 بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
(16) 44-16 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
(17) 44-17 او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
(18) 44-18 چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
(19) 44-19 او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم
(20) 44-20 او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ
(21) 44-21 او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ
(22) 44-22 بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى
(23) 44-23 نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي
(24) 44-24 او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر
(25) 44-25 دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې
(26) 44-26 او فصلونه او ډېر د عزت ځاى
(27) 44-27 او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو
(28) 44-28 همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل
(29) 44-29 نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو
(30) 44-30 او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل
(31) 44-31 له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و
(32) 44-32 او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره ( په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو )
(33) 44-33 او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و
(34) 44-34 بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي
(35) 44-35 نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو
(36) 44-36 نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ
(37) 44-37 ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو
(38) 44-38 او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي ؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو
(39) 44-39 مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي
(40) 44-40 بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
(41) 44-41 هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
(42) 44-42 لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
(43) 44-43 بېشكه د زقوم ونه
(44) 44-44 د غټ ګناهګار خوراك دى
(45) 44-45 د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي
(46) 44-46 د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
(47) 44-47 تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
(48) 44-48 بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
(49) 44-49 (ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
(50) 44-50 بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
(51) 44-51 بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
(52) 44-52 په جنتونو كې
(53) 44-53 دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي
(54) 44-54 همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
(55) 44-55 دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
(56) 44-56 دوى به په دغو كې مرګ نه څكي غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
(57) 44-57 د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
(58) 44-58 پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
(59) 44-59 نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي