52 - At-Tur ()

|

(1) 52-1 قسم دى په طور غر

(2) 52-2 او په كتاب لیكل شوي

(3) 52-3 په پرانستل شوې پاڼه كې

(4) 52-4 او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور

(5) 52-5 او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)

(6) 52-6 او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر

(7) 52-7 بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى

(8) 52-8 هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته

(9) 52-9 هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل

(10) 52-10 او غرونه به روان شي، سخت روانېدل

(11) 52-11 پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى

(12) 52-12 هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي

(13) 52-13 هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل

(14) 52-14 دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه

(15) 52-15 ایا نو دا سحر(جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ

(16) 52-16 ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول

(17) 52-17 بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي

(18) 52-18 چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي

(19) 52-19 (ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول

(20) 52-20 په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو

(21) 52-21 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي

(22) 52-22 او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو ، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي

(23) 52-23 دوى به په دغه(جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول

(24) 52-24 او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي

(25) 52-25 او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي

(26) 52-26 دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو

(27) 52-27 نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو

(28) 52-28 بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى

(29) 52-29 نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى

(30) 52-30 ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو

(31) 52-31 ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم

(32) 52-32 ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى

(33) 52-33 ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي

(34) 52-34 نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي

(35) 52-35 ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟

(36) 52-36 ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي

(37) 52-37 ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي

(38) 52-38 ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي

(39) 52-39 ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟

(40) 52-40 ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي

(41) 52-41 ایا له دوى سره غیب دى (وحي راغلې ده) نو دوى يې لیكي

(42) 52-42 ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي

(43) 52-43 ایا د دوى لپاره له الله نه غیر بل معبود شته؟ الله لره پاكي ده له هغه شي نه چې دوى يې ورسره شریكوي

(44) 52-44 او كه دوى یوه ټوټه له اسمانه رالوېدونكې وویني (، نو) وبه وايي (دا) قط په قط كړى شوې ورېځ ده

(45) 52-45 نو ته دوى پرېږده، تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى به په هغې كې بې خوده كولى شي

(46) 52-46 هغه ورځ چې له دوى نه به د دوى مكر هېڅ شى (عذاب) لرې نه كړى شي او نه به د دوى مدد كولى شی

(47) 52-47 او بېشكه د هغو كسانو لپاره چې ظلم (شرك) يې كړى دى له دغه (عذاب) نه مخكې عذاب دى او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي

(48) 52-48 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه، پس بېشكه ته زمونږ د سترګو په وړاندې يې او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه كله چې ته پاڅېږې

(49) 52-49 او دشپې په ځینې حصه كې، نو ته د هغه پاكي بیانوه او له ستوریو نه وروسته (د شپې په اخري حصې كې ) هم