56 - Al-Waaqia ()

|

(1) 56-1 كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي

(2) 56-2 د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته

(3) 56-3 (دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى

(4) 56-4 كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول

(5) 56-5 او غرونه ورژول شي، رژول

(6) 56-6 نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي

(7) 56-7 اوتاسو به درې قسمونه شئ

(8) 56-8 نو د ښي لاس والا (خلق)، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق!

(9) 56-9 او د چپ لاس والا خلق، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟

(10) 56-10 او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي

(11) 56-11 هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)

(12) 56-12 د نعمتونو په جنتونو كې به وي

(13) 56-13 لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي

(14) 56-14 او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي

(15) 56-15 په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي

(16) 56-16 چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي

(17) 56-17 په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي

(18) 56-18 د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره

(19) 56-19 چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي

(20) 56-20 او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي

(21) 56-21 او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي

(22) 56-22 او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي

(23) 56-23 د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان

(24) 56-24 د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول

(25) 56-25 دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې)

(26) 56-26 لېكن سلام، سلام ویل (به اوري)

(27) 56-27 او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا

(28) 56-28 په بې اغزیو بېرو كې به وي

(29) 56-29 او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی

(30) 56-30 او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي

(31) 56-31 او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي

(32) 56-32 اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي

(33) 56-33 چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي

(34) 56-34 او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي

(35) 56-35 بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول

(36) 56-36 نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي

(37) 56-37 په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې

(38) 56-38 د ښي اړخ والاو لپاره

(39) 56-39 (د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه

(40) 56-40 او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي

(41) 56-41 او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا

(42) 56-42 (دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي

(43) 56-43 او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي

(44) 56-44 چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي

(45) 56-45 بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو

(46) 56-46 او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه

(47) 56-47 او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو

(48) 56-48 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم!

(49) 56-49 ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق

(50) 56-50 دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي

(51) 56-51 بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو!

(52) 56-52 خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه

(53) 56-53 نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ

(54) 56-54 بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ

(55) 56-55 نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ

(56) 56-56 دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده

(57) 56-57 مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ!

(58) 56-58 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ

(59) 56-59 ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو

(60) 56-60 بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو

(61) 56-61 له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ

(62) 56-62 او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ!

(63) 56-63 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ

(64) 56-64 ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو

(65) 56-65 كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ

(66) 56-66 (او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو

(67) 56-67 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو

(68) 56-68 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ

(69) 56-69 ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟

(70) 56-70 كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ!

(71) 56-71 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ

(72) 56-72 ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟

(73) 56-73 مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى

(74) 56-74 نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه

(75) 56-75 نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم

(76) 56-76 او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ

(77) 56-77 بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى

(78) 56-78 په پټ ساتل شوي كتاب كې دى

(79) 56-79 چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك)

(80) 56-80 د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى

(81) 56-81 ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ

(82) 56-82 او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ)

(83) 56-83 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي

(84) 56-84 او په دغه وخت كې تاسو ګورئ

(85) 56-85 او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ

(86) 56-86 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ

(87) 56-87 (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ

(88) 56-88 نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي

(89) 56-89 نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى

(90) 56-90 او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي

(91) 56-91 نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې!

(92) 56-92 او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي

(93) 56-93 نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده

(94) 56-94 او دوزخ ته ننه اېستل دي

(95) 56-95 بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده

(96) 56-96 پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه