84 - Al-Inshiqaaq ()

|

(1) 84-1 كله چې اسمان څیرې شي

(2) 84-2 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى

(3) 84-3 او كله چې ځمكه راښكلى شي

(4) 84-4 او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي

(5) 84-5 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده

(6) 84-6 اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې

(7) 84-7 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي

(8) 84-8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب

(9) 84-9 او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي

(10) 84-10 او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي

(11) 84-11 نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي

(12) 84-12 او د دوزخ بل اور ته به ننوځي

(13) 84-13 بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و

(14) 84-14 بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي

(15) 84-15 ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و

(16) 84-16 نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي)

(17) 84-17 او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي

(18) 84-18 او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي

(19) 84-19 چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه

(20) 84-20 نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي

(21) 84-21 او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي

(22) 84-22 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي

(23) 84-23 او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي

(24) 84-24 نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه

(25) 84-25 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى