87 - Al-A'laa ()

|

(1) 87-1 ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى

(2) 87-2 هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل

(3) 87-3 او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله

(4) 87-4 او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده

(5) 87-5 بيا يې هغه وګرځوله وچه توره

(6) 87-6 ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې

(7) 87-7 مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي

(8) 87-8 او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو

(9) 87-9 نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)

(10) 87-10 ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي

(11) 87-11 او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي

(12) 87-12 هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي

(13) 87-13 بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري

(14) 87-14 یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو

(15) 87-15 او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ

(16) 87-16 بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ

(17) 87-17 حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى

(18) 87-18 بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي

(19) 87-19 د ابراهیم او موسی په صحیفو كې