99 - Az-Zalzala ()

|

(1) 99-1 كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره

(2) 99-2 او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي

(3) 99-3 او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي

(4) 99-4 په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي

(5) 99-5 په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي

(6) 99-6 په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي

(7) 99-7 نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني

(8) 99-8 او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني