104 - Al-Humaza ()

|

(1) تباه ده هر غیبت ګر پیغور ور کوونکی.

(2) هغه چې مال یې راټول کړی او په شمار یې زیرمه کړی.

(3) ګومان کوي چې مال به یې له مرګ څخه تل وژغوري.

(4) نه ده داسې بلکې خامخا به په ماتوونکي اور کې واچول شي.

(5) ته څه پوهیږي چې دا ماتوونکی څه دی؟

(6) د الله بل کړی اور دی.

(7) چې په زړونو خیژي.

(8) او پر هغوی به سر پټی وي.

(9) د لویو اوراښکلو شوو ستنو په مینځ کې به یې لمبې وي.