(1) ای محمده!ووایه:چې ای کافرانو!
(2) زه د هغه څه عبادت نه کوم چې تاسې یې عبادت کوئ.
(3) او نه تاسې د هغه څه عبادت کوونکي یاست چې زه یې عبادت کوم.
(4) او نه زه د هغه څه عبادت کوونکی یم چې تاسې یې عبادت کړی دی.
(5) او نه تاسې د هغه څه عبادت کوونکي یاست چې زه يې عبادت کوم.
(6) ستاسې لپاره ستاسې دین او زما لپاره زما دین.