42 - Ash-Shura ()

|

(1) حم

(2) عسق

(3) په دې توګه تا او هغو پیغمبرانو ته چې له تا وړاندې وو برلاسي او د حکمت والا الله خپل پیغام وحي کوي.

(4) د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه یوازې د هغه او هغه له هر څه نه لوړ او لوی دی.

(5) نژدې ده چې له ډاره يې اسمانونه یو د بل له پاسه ټوټه، ټوټه راوغورځیږي. او ملایکې په ثنا او صفت سره د خپل رب ستاینه کوي او د ځمکې ټولو اوسیدونکو ته بښنه غواړي، خبردار! الله ښه بښونکی او مهربان دی.

(6) او کومو کسانو چې پرته له الله نه دوستان نیولي دي، الله يي د کړنو ساتونکی دی. او ای محمده! ته پر هغوی څارونکی نه يي[۱]
[۱] ددې ایت مفهوم قران کریم د سورت رعد په ۴۰ ایت کې داسې بیانوي( فانما علیک البلاغ وعلینا الحساب ) ستا دنده یوازې ده. حساب زمونږ کار دی.

(7) او په همدې توګه مونږ تاته عربي قران وحې کړ چې ته پرې د مرکزي ښار یعنې مکې او د هغې د چاپیریال خلک وډاروي[۲] او د ټولیدو له ورځې چې په راتګ کې يي هیڅ شک نشته وویروې. په هغه ورځ به ځینې خلک په جنت او ځینې نور به په سوزوونکي اور کې وي.
[۲] معنې دا چې ټول بشر( تفسیر ابن کثیر)

(8) او که الله غوښتې وای نو ټول به يې یو امت ګرځولی وای خو د هغه چې چاته خوښه شې په خپل رحمت کې يې داخلوي. او د ظالمانو نه کوم دوست شته او نه ملاتړ.

(9) ایا هغوی پرته له الله څخه نور کارجوړونکي نیولي دي؟ رښتینی کارجوړونکی یوازې یو الله دی چې مړي ژوندي کوي او پر هر څه پیاوړی دی.

(10) او په هر څه کې چې تاسې اختلاف کوئ د هغه رښتینې پریکړه له الله سره ده همغه الله زما رب دی او یوازې پر هغه مې توکل او یوازې هغه ته مې رجوع ده.

(11) د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی دی چې له تاسې نه يې ستاسې جوړې او له څارویو نه يې د هغوی جوړې پیدا کړي او په دې توګه ستاسې نسل ډیره وي هغه ته ورته هیڅ نشته. د هر څه ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.

(12) د اسمانو او ځمکې د خزانو کلي ګانې له هغه چا سره دي چا ته يي چې خوښه شي روزې پراخوي او چا ته يې چې خوښه شي پرې یې تنګوي. بې شکه چې هغه په هر څه ښه پوه دی.

(13) او تاسې ته يې هغه دین در کړی دی چې نوح ته يي پرې امر کړی و او ای محمده! اوس مې تاته وحي کړې ده او ابراهیم، موسی او عیسی ته مې هم پرې امر کړی و، او هغه دا دی چې دین سم ودروئ. او اختلاف پکې مه کوئ پر مشرکانو هغه څه ډیر درانه او سخت تمامیږي چې ته يې د هغه په لور بلې. الله هغه څوک د خپل ځان په لور راکاږي چې خوښه يې ورته وشي او هغه چا ته لار ښايې چې الله ته رجوع کوي.

(14) او دهغې دښمنۍ له کبله چې په خپلو مینځونو کې يي وه، د علم او پوهې له راتک وروسته يي سره اختلاف وکړ. که چیرې ستا د رب وړاندینۍ خبره نه وای چې دا هر څه دې تر نومول شوې ورځې وروسته وي، نو همدا اوس به يي په مینځ کې پریکړه شوی وای. او کومو کسانو ته چې له پخوانیو وروسته کتاب ورکړ شو. د قران په هکله په خورا درانه شک کې غورځیدلي دي.

(15) نو ځکه ته هغوی وبله او په خپله هم د امر مطابق سم او برابر اوسه او د غوښتنو پسې يي مه ځه او ووایه چې ما په هغه کتاب ایمان راوړی چې الله نازل کړی دی او ما ته حکم شوی دی چې ستاسې په مینځ کې په انصاف پریکړه وکړم. الله زمونږ او ستاسو ټولو رب دی. زمونږ عملونه زمونږ تر غاړې او ستاسې عملونه ستاسې په غاړه کې دي. زمونږ او ستاسې ترمینځ هیڅ شخړه نشته. الله به مو سره راټول. او د ټولو ورتګ یوازې هغه ته دی.

(16) او کوم کسان چې وروسته له دې چې د الله منل شوي وي د الله په هکله جګړې کوي، د الله په وړاندې د هغوی جګړې او دلیل بازي باطلي دي او[۳] د الله قهر پر هغوی او سخت عذاب يي په برخه دی.
[۳] دا هغه چا په هکله دی چې د یو مسلمان د بې لارې کولو او بیرته يې له دین نه د ګرځولو لپاره هلې ځلې کړي( تفسییر ابن کثیر).

(17) الله هغه ذات دی چې کتاب يي په حقه نازل کړی او د انصاف تله هم. او ته څه خبر يې ښايې د پریکړې وخت ډیر نژدې وي.

(18) په بیړه يې هغه کسان غواړي چې باور پرې نه لري، او مؤمنان له هغې ورځې نه خورا په ډار کې دي او ښه پوهیږي چې هرو، مرو راتلونکې ده خبردار! کوم کسان چې د قیامت په هکله جګړې کوي له خورا لرې بې لارۍ سره مخ دي.

(19) الله پر خپلو بنده ګان ډیر زیات مهربان دی، چاته يي چې خوښه شي ښه روزي ورکوي. هغه ډیر پیاوړی او په هر څه برلاسی دی.

(20) هغه څوک چې د اخرت کښت غواړي مونږ يي کښت ور ډیروو. او هر څوک چې یوازې د دنیا کښت غواړي نو مونږ به ترې څه ورکړو. خو په اخرت کې يي هیڅ برخه نشته.

(21) ایا داسې شریکان لري چې هغه دین يي ورته وړاندې کړي چې الله يې اجازه نه ده کړې؟ که خبره له پخوا څخه نه وای فیصله شوې نو هرو، مرو به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وای. او دا خبره پخه ده چې د ظالمانو په برخه دردناک عذاب دی.

(22) ته به وګوري چې ظالمان به له خپلو هغو کړنو څخه چې په دنیا کې يي کړي ډاریدونکي وي. خو هغه به پرې راپریووځي. او ته به ګوري چې چا ایمان راوړی او نیکې کړني يي خپلي کړي دي د جنت په باغیچو کې دي. هغوی ته به د خپل رب په وړاندې ټول هغه څیزونه چې دوی يي وغواړي تیار او برابر وي او همدغه ډیره لویه مهرباني ده.

(23) او دا هغه زیری دی چې الله يي خپلو هغو بنده ګانو ته ورکوي چې ایمان يي راوړی او نیک عملونه يې کړي وي. او ای محمده! ووایه چې زه په دغه کار له تاسې کوم بدل نه غواړم مګر یوازې د خپلوۍ پالنه در څخه غواړم او هر څوک چې نیکي وکړي نو مونږ به يي ښیګڼه ور زیاته کړو بې شکه چې الله ښه بښونکی او شکر منوونکی دی.

(24) ای کافران وايې چې :محمد پر الله درواغ تړلي دي؟ نو که الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي. الله باطل له مینځه وړي او په خپلو خبرو سره حق د حق په توګه څرګندوي، بې شکه چې هغه دسینو په پټو رازونو ښه پوه دی.

(25) او الله هغه ذات دی چې د خپلو بنده ګانو توبه مني او له بدیو نه يي تیریږي او ستاسې ټولې کړنې هغه ته ښې څرګندي دي.

(26) او د هغو کسانو بلنه مني او خپله لورینه لا پرې ډیروي چې ایمان يي راوړی او نیکي کړني يي خپلې کړي وي او د کافرانو لپاره ډیر سخت عذاب دی.

(27) که الله خپلو بنده ګانو ته روزي پراخه کړې وای نو په ځمکه کې به يي سرغړونه کړې وای خو هغه يي د خپلې خوښې په رڼا کې په ټاکلې اندازه نازل وي بې شکه چې هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او د هغوی هر څه ویني.

(28) او الله هغه ذات دی چې د خلکو له مایوسۍ وروسته باران راښکته او خپل رحمت خوروي او کار جوړوونکی ستایلی شوی ذات دی.

(29) او هغه له نښانو څخه د اسمانو او ځمکي پیدایښت او هغه خوځیدونکي څیزونه دي چې په دې دواړو کې يي خپاره کړي. او چې کله وغواړي نو په راټولولو او یو ځای کولو يي وسمن دی.

(30) او کوم مصیبت چې تاسې ته رسیدلی دی ستاسې د خپلو لاسونو کړنه ده او الله له ډیرو ګناهونو تیریږي.

(31) او تاسې په ځمکه کې الله نشئ بې وسې کولی او نه پرته له الله نه کوم کار جوړوونکی او ملاتړ لرئ.

(32) او د هغه له نښانو څخه هغه کښتۍ دي چې د لوړو غرونو په شان په بحر کې رواني وي.

(33) که هغه وغواړي نو باد به ودروي او کښتۍ به د سمندر پر شا ولاړې پاتې شي. په رښتیا چې په دې کې د صبرکوونکو او شکرکوونکو لپاره سترې نښانې دي.

(34) یا به يي د کړنو له مخې کښتۍ ډوبې کړې خو الله له ډیرو ګناهونو تیریږي.

(35) تر څو هغه خلک چې زمونږ په ایتونو کې جګړې کوي پوه شي چې د خلاصون او تیښتې ځای يي نشته.

(36) هغه چې تاسې ته درکړای شوي دي ډیره لږ د دنیا ګټه ده. او هغه چې له الله سره دي ډیر غوره او تل پاتې د هغو خلکو لپاره دي چې ایمان يي راوړی او پر خپل رب توکل کوي.

(37) او د هغو کسانو لپاره دي چې له لویو ګناهونو او له بي حیايي څخه ځانونه ژغوري، او کله هږم چې په قهر شي نو بښنه کوي.

(38) او د هغوی لپاره دي چي د خپل رب بلنه يي منلې. لمونځ يې ودرولی او خپل مینځي کارونه يي په مشوره دي. او څه چې مونږ ور روزي کړي د الله په لار کې يې ترې مصرفوي.

(39) او هغوی چي کله پرې تیری وشي نو بدل اخلي.

(40) د بدۍ بدله همغه شان بدي ده. نو چا چې عفوه وکړه او ځان يې اصلاح کړ نو بدل يي پر الله دی. بې شکه چې الله ظالمان نه خوښوي.

(41) او کوم کسان چې له تیري او ظلم وروسته غچ واخلي، پر هغوی هیڅ ملامتي نشته.

(42) ملامتي یوازې پر هغو کسانو ده چې پرخلکو ظلم او تیری کوي، په ناحقه په ځمکه کې خپل سري کوي. نو د همدغو خلکو په برخه دردناک عذاب دی.

(43) او چې څوک زغم او بښنه وکړي نو بې شکه چې دا له غوره کارونه څخه دي.

(44) او الله چې هر څوک بې لارې کړ نو وروسته له الله یې هیڅ کار جوړوونکی نشته. او ته به ظالمان وګورې چې کله عذاب وویني نو وایې به چې: ایا د بیرته تللو کومه لار شته؟

(45) او ته به وګورې چې دوزخ ته وړاندې کولای شي نو د ذلت او سپکاوي له کبله به يې سرونه ښکته وي او د سترګو په کونجونو کې به په پټه، پټه د هغه په لور ګوري. او مؤمنان به وايې چې: رښتیني زیانمن همغه کسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځانونه او کورنۍ له زیان سره مخ کړل واورئ چې ظالمان به په تل پاتې عذاب کې وي.

(46) او هیڅ ډول دوستان به يي نه وي چې د الله له عذاب نه يې وژغوري او الله چې هر څوک بې لارې کړ نو بیا د هغه لپاره هیڅ لار نشته.

(47) ای خلکو! د خپل رب خبره د هغې ورځې له راتګ نه وړاندې ومنئ چې د الله له لورې را روانه او هیڅ ډول تم کیدونکې نه ده. په هغه ورځ به مو د تیښتې ځای نه وي او نه به له خپلو ګناهونو انکار کولی شئ[۴]
[۴] د ایت ددې برخې نورې معنی ګاني دا دی: څوک به نه وي چې ستاسې په عذاب اعتراض وکړي. ۲ـ څانونه به ناکاره کولاری نه شي. ۳ـ ځانونه به ناپیژندلی شوي نشي کولی ۴ـ له کوم حال سره چې مخ شوي یاست هغه به نه شي یادولی ۵- په هغه به تاسې په خپله اعتراض نه شئ کولای ( فتح القدیر د امام الشوکانی)

(48) نو ای محمده! که هغوی مخ واړولو ننو ته مو پرې ساتونکی نه يي لیږلی. ستا دنده یوازې رسونه ده او بس: او مونږ چې کله هم انسان ته د خپلې لورینې له مخې کوم رحمت وروڅکو، نو هغه پرې خوښي ښکاره کوي. او که د هغوی د خپلو لاسونو د کړنو له کبله ورته کومه ستونزه ورسیږي نو بیا همدا انسان ډير ناشکره وي.

(49) د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. څه يې چې خوښه شي پیدا کوي يې. چاته يي چې خوښه شي ښځینه اولاد ورکوي او چاته چې خوښه شي نارینه اولاد وربښي.

(50) او چا ته يې چې خوښه شي نارینه او ښځینه دواړه اولادونه ورکوي. او چا ته يې چې خوښه شي شنډيې ګرځوي. بې له شکه چې هغه په هر څه پوه او د هر څه توان لري.

(51) هیڅ بشر ددې توان نه لري چې الله ورسره مخامخ خبرې وکړي. هو! له الله سره خبرې به په وحې وي، یا د پردې تر شا او یا به یو رسول ورلیږي نو په خپل حکم به هغه څه وحي کوي چې خوښه يي وي. په رښتیا چې هغه له هر څه پورته او د حکمت څښتن دی.

(52) او ای محمده! په همدې توګه مونږ تاته په خپل حکم روح( قران) وحي کړی دی. ته له دې وړاندې نه پوهیدلې چې کتاب او ایمان څه دی؟ خو مونږ هغه یوه رڼا وګرځوله چې خپلو هغو بنده ګانو ته پرې لار وښایو چې زمونږ خوښه ورته وشي. ای محمده! په دې کې هیڅ شک نشته چې ته د سمې لارې په لور ښوونه کوې.

(53) د هغه الهل د لارې په لور ښوونه کوي چې د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه د هغه دي. واورئ چې: ټولې چارې د الله په لور بیرته ورګرځي.