75 - Al-Qiyaama ()

|

(1) لوړه په قیامت.

(2) او لوړه په ملامتوونکي نفس.

(3) ایا انسان ګمان کوي چې مونږ به یي هډوکي راټول نه کړو؟

(4) نه:بلکې مونږ پیاوړي یو چې ان د ګوتو بندونه يي هم برابر کړو.

(5) بلکې(کافر)انسان غواړي چې په راتلونکې زمانه کې بد کار وکړي.

(6) پوښتنه کوی چې د قیامت ورځ به کله وي؟

(7) نو کله چې لیدنه خړه او تته شي.

(8) سپوږمۍ توره شي.

(9) او یو ځای کړای شي[۲] لمر او سپوږمۍ.
[۲] ـ د رڼا په نشتوالي،له لویدیځ څخه په راختلو، دځمکې له مدار څخه د سپوږمۍ په وتلو او د لمر په ورداخلیدلو،یا نور څخه والله اعلم.

(10) په همدې ورځ به انسان وايي د تیښتي ځای چیرې دی؟

(11) نه.هیڅکله نشته د پناه ځای.

(12) یوازې ستا له رب سره تم ځای دی.

(13) پدې ورځ به انسان له هغو ټولو څخه خبر کړای شي چې مخکې یې لیږلي او یا یې وروسته پریښي دي.

(14) انسان د خپل ځان لیدونکی دی.

(15) (خامخا جزا ورکول کیږي)که څه هم خپلې انې بانې وړاندې کړي.

(16) ای محمده!په قران ژبه مه خوزه وه چې بیړه پرې وکړې.

(17) د هغه راټولول او پر تايي تلاوت کول پر مونږ دي.

(18) نو کله چې مونږ(د ملایکو په واسطه)پر تا تلاوت کړنو د لوستلو ئې پیروي وکړه[۳]
[۳] ـ په غور يي واوره او بیا يي وروسته تلاوت کړه.

(19) پر مونږ ده چې بیانوو به يي.

(20) نه:بلکې تاسې ژر په لاس درتلونکی شی خوښوئ.

(21) او اخرت پریږدئ.

(22) پرې ورځ به ځیني مخونه تازه او ځلیدونکي وي.

(23) خپل رب ته به ګوري.

(24) او ځیني مخونه به خورا بدرنګه وي.

(25) (د بد مخ څښتن به)باور لري چې ملاماتوونکی چلن به ورسره وشي.

(26) نه،نه کله چې ساه ترستوني ورسیږي.

(27) او وویل شي چې دم او چوف اچوونکی شته؟

(28) د ناروغ باور راشي چې همدا بیلتون دی.

(29) او یوه پونډۍ له بلې پونډۍ تاو شي[۴]
[۴] ـ دوړاړه ناتوانه او یوه پر بل پریوځي.(کابلی تفسیر

(30) پدې ورځ ستا د رب له لور ورتګ دی.

(31) کافر انسان پیغمبر رښتینی ونه ګاڼه او نه یي لمونځ وکړ.

(32) او خو درواغ ئې وګاڼه او له حق څخه يي مخ وګرځولو.

(33) او بیا دخپلې کورنۍ په لور په غرور ولاړ.

(34) ای کافره!همدا درته غوره ده.

(35) بیا وایم چې همدا درته غوره ده.

(36) ایا انسان ګمان کوي چې مهمل او بابیزه به پرې ښوول شي؟

(37) ایا دهغې مني چې(په رحم کي)توی شوې یو څاڅکی نه وو؟

(38) بیا د وینې یوه ټوټه وه.الله پیدا او ښه برابر يي کړ.

(39) او له همده څخه یې د نر او ښځې جوړه وړاندې کړه.

(40) ایا همدغه ذات توانانه دی چې مړي راژوندي کړي؟(هو!توان ورسره شته).