91 - Ash-Shams ()

|

(1) قسم په لمر او د هغه په رڼا.

(2) قسم په سپوږمۍ چې له لمر وروسته راوخیژي.

(3) قسم په ورځ چې لمر را ښکاره کړي.

(4) قسم په شپه چې لمر پټ کړي.

(5) قسم په اسمان او د هغه په جوړوونکي ذات.

(6) قسم په ځمکه او د هغې په غوړوونکي ذات.

(7) قسم په نفس او د هغه په برابر وونکي ذات.

(8) نو په زړه کې يي ورو اچوله بدي او نیکي.

(9) په رښتیا چې بریمن شو هغه چې نفس يې پاک کړ.

(10) او زیانمن شوهغه چې خپل نفس یې له ګناهونو څخه لاندې کړ.

(11) ثمودیانو د خپلې سرغړونې له کبله رسول درواغجن ګڼلی و.

(12) پدې ډول چې کله یې بدبخته ورانکاری راپورته شو.

(13) نو د الله رسول ورته وویل:د الله اوښې ته لاس ورنه وړئ.او نه یې له اوبو سره کار ولرئ.

(14) خو هغوی درواغجن وګاڼه او اوښه یې زخمې کړه رب ئې پرې خپل قهر او غضب راښکته کړ او ټوله ځمکه يې پرې یو برابر کړه.

(15) او الله دخپلې کړنې له نتیجې څخه نه ډاریږي.