(1) الر دا له حکمت نه د ډک کتاب ایتونه دي.
(2) ایا خلکو ته د تعجب خبره ده؟چې مونږ د هغوی یوه سړي ته وحې کړې ده چې ویده خلک راویښ او مؤمنانو ته زیری ورکړه چې هغوی ته د رب په وړاندې خورا لوړ مقام او مرتبه ده.کافرانو وویل چې محمد یو ښکاره جادوګر دی.
(3) حقیقت همدا دی چې ستاسې رب هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پيدا بیا یې پر عرش استواء وکړه د کایناتو چارې په خپله چلوي،هیڅ څوک سپارښتنه نه شي کولې مګر د هغه له اجازې وروسته به یې کوي هو! همدغه الله ستاسې رب دی نو عبادت یې وکړئ،ایا تاسې خبرې ته زیر نه یي؟
(4) ستاسو ټولو بیرته ورتګ د هغه په لور دی،دا د الله حقه وعده ده،ځکه چې هغه مخلوق پیدا کوي او بیا یې بیرته د ځان په لور راګرځوي تر څو د ایمان خاوندانو او نیکو کارو خلکو ته د انصاف په رڼا کې بدله ورکړي،او کافرانو ته د هغوی د کفری کارونو له کبله خوټیدلې ګرمې اوبه او دردناک عذاب دی.
(5) الله هغه ذات دی چې لمر یې روښانه ځلیدونکی او سپوږمۍ یې رڼا ګرځولې او د هر یوه لپاره یې خپل،خپل مدار ټاکلی دی تر څو تاسې د کلونو په شمیر او حساب پوه شئ. الله پاک دا ټول کائنات په باوري توګه په حق سره پیدا کړي د پوهو خلکو لپاره ټول دلایل په بشپړ ډول وړاندې کوي.
(6) بې له شکه چې د شپې او ورځې په اختلاف او د الله په هغه پيدایښت کې چې په اسمانونو او ځمکه کې یې کړی دی،د الله نه د ډاریدونکو خلکو لپاره ډیرې زیاتې نښې دي.
(7) دا خبره باوري ده چې هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هیله من نه دي او ددنیا په همدغه ژوند خوښ او زړه یې پرې تړلی او هغه چې زمونږ له ایتونو بې پروا دي.
(8) د داوړ کسانو ورتګ اور ته د هغو بدو کړنو بدل دی چې په دنیا کې به یې سرته رسولې.
(9) دا هم باوري ده چې چا ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي،نو الله به د هغوی د ایمان له کبله روغه لیار ور وښايې او د هر اړخیزو نعمتونو لرونکو باغونو لاندې به یې ویالې بهیږي.
(10) هلته به یې یوازینۍ غږ همدا وي چې ای الله پاکې یوازې ستا ده. او یوه بل ته به یې ښه راغلاست د(سلام)کلمه وي او دټولو په پای کې به وايې چې:د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه یو الله دی چې د ټول عالم رب دی.
(11) که الله د خلکو په کړولوکې ژروالی وکړي لکه هغوی یې چې د ښیګڼو په غوښتنه کې کوي نو د هغوی نیټه به لاپخوا پوره شوې وه،خو مونږ هغو خلکو ته چې زمونږ د لیدنې هیله من نه دي مهلت ورکوو تر څو په خپله سرغړونه کې لالهانده وي.
(12) او چې انسان ته کله هم کومه ستونزه رسیدلې،نو مونږ یې په ملاسته،ناسته او ولاړه رابللي یو،خو کله چې ترې مونږ ستونزه لرې کړې،نو بیا داسې ژوند کوي لکه چې د رسیدلې ستونزې په لرې کولو کې یې مونږ له سره بللي نه وو،په دې توګه له خپلې اندازې نه زیاتو پښو غزوونکو ته د هغوی کړنې ښایسته ښکاري.
(13) او مونږ ډیر هغه خلک پخوا هم هلاک کړي دي چې هغوی تیری کړی او سره له دې چې رسولانو ښکاره دلایل ورته راوړي وو، خو بیا هم هغوی ایمان نه راووړ،په همدې توګه مونږ مجرمانو ته جزا ورکوو.
(14) بیا مو له هغوی وروسته تاسې د هغوی پر ځای وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسې څه کوئ؟
(15) او چې کله هم پرې زمونږ څرګند ایتونه ولوستل شي نو هغه خلک چې زمونږ د لیدنې هیله من نه دي وايې:له دې پرته یو بل قران راوړه،او یا دابدل کړه ای محمده!ووایه چې زما په توان نه ده چې زه په خپل سر څه پکې بدل کړم. زه یوازې په هغه څه پسې تلونکی یم چې ماته یې وحې کیږي،او که زه له خپل رب نه سروغړوم نو د لویې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
(16) او ووایه چې:که الله غوښتې وای نو ما به قران په تاسې نه وای لوستی او نه به الله تاسې ترې خبر کړي وای ما خو په تاسې کې له دې وړاندې اوږد ژوند تیر کړی دی. ایا تاسې عقل په کار نه اچوئ؟[۴]
[۴] ـ چې په څلویښتو کلونو کې مې یوه خبره هم له ځان نه جوړه نه کړه.نو دا ناببره مې دومره لوي کتاب څنګه جوړ کړ(فتح القدیر د امام الشوکاني).
(17) نو له هغه چا به لوی ظالم څوک وي چې:پر الله درواغ تړي؟او یا د هغه ایتونو درواغ ګڼي؟ بې له شکه مجرمان هیڅکله خلاصون نشي میندلای.
(18) هغوی له الله نه پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته تاوان رسولای شي او نه ګټه او لا وايي چې:زمونږ دغه خدایان به د الله په وړاندې زمونږ سپارښتنه کوي،ای محمده!ووایه چې تاسې الله پاک له هغه څه نه خبروئ چې هغه یې نه په اسمانو کې پیژني او نه په ځمکه کې؟هغه له ټولو نیمګړتیاوو پاک او له هغه څه نه ډیر لوړدی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
(19) خلک اصلا ټول یو امت وو، بیا سره جلا شول،او که چیرې ستا د رب له لورې وړاندې یوه خبره نه وای شوی.نو هرو،مرو به د هغه څه پریکړه شوې وه چې هغوی پکې یو له بل سره لاس په ګریوان دي.
(20) او هغوي وايې چې:په دې پيغمبر د هغه د رب له لورې یوه لویه معجزه ولې نه نازلیږي؟ووایه چې:د پټو واکمن یوازې یو الله دی،تاسې انتظار وکړئ ـ زه هم له تاسې سره انتظار کوونکی یم.
(21) او کله چې مونږ خلکو ته له ستونزو وروسته مهرباني وروڅکو نو ناببره هغوی زمونږ د ایتونو په هکله د دوکې او چل په فکر کې شي. ورته ووایه چې الله پاک د دوکو په جزاء ورکولو کې تر هر چا تیز دی ـ ځکه چې زمونږ استازي ټول هغه څه لیکي چې تاسې یې په دوکه بازۍ کوئ.
(22) الله پاک هغه ذات دی چې تاسې په وچه او لنده کې روانه وي. تر دې چې تاسې په کښتۍ کې واست او کښتۍ مو په موافقو بادونو سره د خوښۍ په فضاء کې د هدف په لور روانه وه چې ناببره د مخالف لورې تیز باد را والوزي.او له هرې لورې ورته د څپو مه شي،نو د سپرلیو باور راشي چې اوس پاخه راګیر شوي دي. نو هغه وخت ټول خپل دین د الله لپاره سوچه ګرځوي او دعا کوي چې:ای الله! که مونږ دې له دې مصیبت څخه وژغورلو،نو مونږ به شکر کوونکي بنده ګان شو.
(23) خو چې الله ژغورلې دي نو بیا یې په ځمکه کې په ناروا سر غړونې ته پیڅې را پورته کړي دي.ای خلکو!دا سرغړونه ستاسې په تاوان ده د دنیوې ژوند سر سري ګټې دي بیا مو ماته بیرته راتګ دی،هلته به مو زه خبر کړم چې تاسې څه کول؟
(24) د دنیا د ژوند مثال د اوبو په شان دی چې مونږ له بره نه راښکته کړي او په دې اوبو زرغونه چې انسانان او څاروي یې خوري سره ګډوډ او تر هغو وده وکړې چې ځمکه ښه تازه ،ښکلې او د خلکو پرې ګومان راشي چې اوس مونږ کولای شو چې ګټه ترې واخلو ناببره پرې زمونږ حکم د شپې یا د ورځې را پر یووځي او داسې یې تس،نس کړو ته به وایې چې پرون دلته هیڅ نه وو.په دې توګه مونږ ټول دلیلونه په بشپړ ډول فکر کوونکو خلکو ته بیانوو.
(25) الله پاک تاسې د امن د کور په لوربلي. او چاته یې چې خوښه شي د روغې او سمې لیارې ښوونه ورته کوي.
(26) د هغو خلکو لپاره چې نیکې یې کړې ده او له هغې هم زیاتوالی.مخونه به یې هیڅکله نه تور شي او نه خړ.همدوی جنتیان دي او تل تر تله به پکې وي.
(27) او کومو کسانو چې بدۍ کړي دي.د بدۍ جزا به یي د هغې په انډول ورکړای شي.په سپکوالي کې به پټ.او له الله نه به یې هیڅوک نه شي ژغورلی.مخونه به یې داسې توروي ته به وايې چې د شپې توره پرده پرې راخوره شوې ده.همدغه خلک دوزخیان دي تل تر تله به پکې وي.
(28) په هغه ورځ چې مونږ دوی ټول سره یو ځای کړو نو بیا به مشرکانو ته ووایو چې:تاسې او ستاسې نیولي شریکان ځای پر ځای شئ.بیا به یې سره جلا کړو.نو هغه دی چې شریکان به یې ووایې:تاسې خو زمونږ عبادت نه کاوو.
(29) الله پاک زمونږ او ستاسې په مینځ کې د شاهد په توګه بس دی،چې مونږ ستاسې له عبادت کولو نه بالکل ناخبره وو.
(30) هلته به هر ساکښ ټول هغه څه چې په څرګنده توګه ومومي چې وړاندې یې لیږلي وو.او ټول به د هغوی رښتینی بادار ته ور وړاندې او هغه ټول څیزونه به لادرکه شي چې له ځانه یې جوړوي.
(31) ای محمده! له دوی نه پوښتنه وکړه چې:څوک تاسې ته له اسمان او ځمکې نه روزي درکوي؟د اوریدلو او لیدلو قواوې د چا په لاس کې دي؟ او څوک ژوندی له مړي او مړی له ژوندي نه راوباسي؟ او څوک د چارو د چلند تدبیر کوي؟هغوی به خاماخا ووایې چې:الله نو ورته ووایه چې:ایا تاسې له همدغه الله څخه نه ډاریږئ؟
(32) نو همدغه الله ستاسې حق رب دی.او له حق نه وروسته پرته له بې لیارۍ بل څه وي؟نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
(33) په همدې توګه ستا د رب خبره د هغو خلکو په هکله چې سرغړونه یې کړې ده رښتینې شوه چې هیڅوک به ایمان رانه وړي.
(34) ای محمده!هغوی وپوښته چې ایا ستاسې په نیولو شریکانو کې څوک شته چې لومړی ځل پیدایښت کوي او بیا یې بیرته هم راګرځوي؟ووایه دا الله دی چې لومړی ځل پیدایښت کوي او بیا یې بیرته راګرځوي نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
(35) او دا پوښتنه هم ترې وکړه چې:ایا ستاسې په نیولو شریکانو کې څوک شته چې:د حق په لور ښوونه کوي؟ووایه:دا الله دی چې د حق په لور ښوونه کوي نو ایا هغه څوک چې د حق په لور ښوونه کوي ددې ډیر وړ دی چې مننه یې وشي او که هغه څوک چې:په خپله هم پرته له ښوونکي نه لیار نشي میندلای؟په تاسې څه شوي دي؟دا څه پریکړه کوئ؟
(36) د هغوی ډیر پرته له ګومان نه بل څه نه مني.او دا پخه ده چې ګومان د واقعیت ځای هیڅکله نه شي ډکولای.بې شکه چې الله پاک ته د هغوی کړنې ډیرې ښې معلومې دي.
(37) او قران داسې کتاب نه دی چې پرته له الله نه د بل چا له لورې په درواغو جوړ کړای شي.بلکې قران د هغه څه رښتینی ګڼونکی دی چې له ده نه وړاندې راغلي وو.او پر تاسې د لیکلو احکامو پوره تفصیل دی له شک نه وتلې خبره ده چې قران رب العالمین رالیولی دی.
(38) ایا هغوی وايې چې قران محمد له ځان نه جوړ کړی دی.ورته ووایه:نو تاسې هم ددې کتاب په شان یو سورت جوړ کړئ؟او پرته له الله نه چیرته مو چې لاس رسي کومک ترې واغواړئ که تاسې رښتیني یاست.
(39) بلکې هغه څه یې درواغ وګڼل چې پوهه یې نه ده ورته رسیدلې او نه یې تر اوسه د هغه مفهوم په سترګو لیدلی.له دوی نه وړاندې خلکو هم همدا وړ د درواغو نسبتونه کړي وو نو وګوره چې بالاخره د ظالمانو پای څه شو؟
(40) د هغوی ځینې خلک په قران ایمان راوړي،او ځینې به یې ایمان رانه وړي ـ او ستا رب ته مفسدان تر هر چا ښه معلوم دي.
(41) او که هغوی تا درواغجن ګڼي،نو ورته ووایه چې زما کړنې به ماته رارسیږي.او ستاسې کړنې تاسې ته تاسې زما د کړنو ذمه وارنه یې او زه ستاسې د کړنو.
(42) ځینې یې تاته غوږ نیسي.خو ایا ته هغه کاڼه ته اورولی شې،چې په هیڅ نه پوهیږي؟
(43) او ځینې یې تاته ګوري. خو ایا ته هغه ړانده ته لیار ښوولای شې چې هیڅ نه ویني.
(44) الله پاک پر انسانانو هیڅ تیری نه کوي خو دا انسانان دي چې پر خپلو ځانو په خپله ظلم کوي.
(45) او هغه ورځ چې ټول خلک رایو ځای شي،(نو صحنه به داسې وي)لکه چې په دنیا کې یې پرته له یو ساعت نه نور هیڅ وخت نه وي تیر کړی یو تر بله به سره پيژني ـ په تحقیق همغه څوک زیانمن شوي دي چې له الله سره ملاقات یې درواغ ګاڼه او پر سمه نه وو.
(46) مونږ به ځینې هغه عذاب چې له هغوی سره مو وعده کړې ستا په وړاندې هغوی ته ورکړو او یا به یې ستا له وفات وروسته،خو د هغوی راتګ مونږ ته دی او الله پاک د هغوی په ټولو کړنو شاهد دی.
(47) د هر امت لپاره مو پيغمبر وي نو کله یې چې پيغمبر راشي نو له هغه وروسته د هغوی په مینځ کې په انصاف سره پریکړه کیږي.او هیڅ ډول تیری به پرې ونه شي.
(48) او هغوی وایې که تاسې رښتیني یې نو د عذاب راتللو وعده مو کله ده؟
(49) ای محمده!ووایه چې:زه د ځان لپاره د تاوان او ګټې واک نه لرم یوازې هغه څه به کیږي چې د الله خوښه وي.د هر امت لپاره یو وخت ټاکل شوی دی. کله یې چې وخت پوره شي نو نه یو ساعت وروسته کیږي،او نه وړاندې.
(50) ای محمده!ووایه:په دې مې پوه کړئ که د الله عذاب د شپې یا د ورځې راشي نو دا کومه د خوښۍ خبره ده چې مجرمان یې ژر غواړي.
(51) نو چې عذاب در باندې راپریوزي نو بیا به یې ومنئ؟ښه نو اوس ... په داسې حال کې چې همدا ستاسې یې ژر راتګ ته تلوسه وه.
(52) بیا به ظالمانو ته وویل شي چې:اوس د تل پاتې عذاب خوند درواخلئ.تاسې ته ستاسې د عمل بدله درکول کیږي.
(53) او هغوی له تانه پوښتنه کوي چې:ایا رښتیا هم عذاب راتلونکی دی؟ ووایه:هو! قسم مې په رب چې خاماخا راتلونکی دی او تاسې یې مخه نه شئ نیولای.
(54) که له هغه چا سره چې ظلم یې کړی د ځمکې ټولې خزانې په لاس کې وي هم د ځان د خلاصون لپاره به یې په جریمه کې ورکړي.د عذاب له لیدلو سره جوخت به پټ،په پټه کې پښیمانه وي د هغوی په مینځ کې به په انصاف پریکړه وشي. او هیڅ ډول تیری به پرې ونه شي.
(55) واورئ!د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات خاص دالله دي او واورئ چې د الله وعده رښتینې ده،خو ډیر خلک نه پوهیږي.
(56) همغه دی چې ژوند بښې او مرګ ورکوي،او خاص د هغه په لور ستاسې ټولو ور ګرځیدل دي.
(57) ای خلکو!تاسې ته د خپل رب له لورې هغه پند راغلی دی چې د زړونو د ناروغیو دوا او د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت دی.
(58) ای محمده!ووایه الله پاک په خپل فضل او رحمت سره پند راولیږه.نو باید چې انسانان پرې خوښ شي.ځکه چې دا پند له هغو ټولو شیانو څخه غوره دی چې هغوی یې راټولوي.
(59) ای محمده! ووایه په دې مې خبر کړئ چې الله پاک تاسې ته کومه روزي راکوزه کړې ده،تاسې یې ځینې حرامه ګرځولې او ځینې حلاله.ووایه:ایا الله پاک درته همدا دول حکم کړی دی او که تاسې پر الله درواغ تړئ؟
(60) او هغه خلک چې پر الله درواغ تړي د قیامت د ورځې په هکله یې څه ګومان دی؟بې شکه چې الله پر انسانانو ډیر فضل لوروي خو د هغوی زیاته برخه شکر نه پر ځای کوي.
(61) ای محمده! ته چې په هر ځای کې یې او د قران هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو مونږ پر تاسې شاهدان یو،ان په هغه حال کې چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب واست. هر څومره کوچنۍ ذره چې وي،ستا له رب نه د ځمکې او اسمان په هیڅ کونج کې پټیدای نه شي. او له ذرې نه کوچنۍ او له هغې نه لوی هم په روښانه کتاب کې ثبت دي.
(62) واورئ د الله په دوستانو نه ډار شته او نه به غمژن کیږي.
(63) دوی همغه دي چې ایمان یې راوړی او له الله نه ډاریږي.
(64) په دنیا او اخرت کې د هغوی لپاره د خوښۍ زیری دی ـ د الله پاک خبرې اوړي او را اوړي نه،او بس همدا ډیره لویه کامیابي ده.
(65) ای محمده! د کافرانو خبرې باید تاونه زوروي.ځکه چې عزت یوازې د یو الله سره دی.هغه هر څه اوري په هر څه ښه پوه دی.
(66) واورئ چې:د اسمانونو او ځمکې ټول اوسیدونکي د الله په واک کې دي.او هغه خلک چې پرته له الله یې نور شریکان نیولي،مننه یې کوي،او په ستونزو کې یې رابلي په اټکلونو پسې روان او هر څه یوازې د اټکل په تله تلي.
(67) الله هغه ذات دی چې شپه یې ستاسې د ارامتیا لپاره جوړه کړې او ورځ یې روښانه.بې له شکه چې په دې خبرو کې د اوریدونکي قوم لپاره زښت زیات دلایل دي.
(68) کافرانو وویل چې الله پاک ځوی نیولې دی هغه له هر څه پاک او بې پروا دی ـ د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات یوازې د هغه په واک کې دي. په دې خبره له تاسې سره هیڅ ډول دلیل نشته.ایا پر الله هغه څه تړئ چې تاسې هم پرې نه پوهیږئ.
(69) ووایه هغه څوک چې پر الله درواغ تړي هیڅکله خلاصیدای نه شي.
(70) څه ګټه یې په دنیا کې شته بیا یې بیرته راتګ مونږ ته دی.مونږ به یې د کفر په بدل کې د سخت عذاب خوند وروڅکو.
(71) او هغوی ته د نوح کیسه ووایه:کله چې هغه خپل قوم ته وویل:ای زما قامه!که چیرې ستاسې په مینځ کې زما اوږد ژوند او د الله په ایاتونو سره پند درکول په تاسې درانه تمامیږي نو واورئ چې زما توکل یوازې په یو الله دی. تاسې خپله خبره پخه،شریکان مو راټول،بیا له یوه ډانګ پیلي دریځ سره زما پر ضد میدان ته راووځئ.زما پر خلاف مو پریکړه اعلان او په عملي کولو کې یې درنګ مه کوئ.
(72) نو که تاسې له مانه مخ واړاوو نو پر مامو څه؟ځکه چې ما له تاسې نه څه نه دي غوښتي.زما اجر پرته له الله د بل هیچا سره نه دی. او د هغه له لورې ماته امر شوی چې زه له مسلمانانو څخه اوسم.
(73) قام یې درواغجن وګاڼه.نو مونږ دی او هغه ملګري یې چې په کښتۍ کې ورسره وو وژغورل،او همغوی مو د ځمکې پر مخ اباد،او هغه ټول مو غرق کړل چې زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي وو. نو وګوره چې د ډارول شوونه منونکو خلکو پای څه شو؟
(74) بیا مو له نوح وروسته ډیر رسولان د خپلو قومونو په لور ولیږل هر یوه خپل قوم ته ښکاره او څرګند دلایل وړاندې کول هیچا هم هغه خبره ونه منله چې د پيغمبر له راتګ نه وړاندې یې درواغ ګڼلې وه.په دې توګه مونږ له پولو نه د اووښتونکو خلکو پر زړونو مهر لګوو.
(75) بیا مو په دوی پسې موسې او هارون،فرععون او د هغه سردارانو ته له خپلو پخو دلایلو سره ولیږل.خو هغوی لویې خپله کړه.ځکه چې دوی مجرم خلک وو.
(76) کله چې زمونږ له لورې هغوی ته حق راغی نو ویې ویل:دا خو یو ښکاره سحر دی.
(77) موسې وویل:ایا تاسې د هغه حق په هکله چې تاسې ته راغلی دی وایې چې:ایا دا سحر دی؟ په داسې حال کې چې ساحران هیڅکله بریمن کیدای نه شي.
(78) د قوم خلکو به ځواب کې وویل:ایا ته راغلی یې چې مونږ د خپلو پلرونو له لیارې واړوي؟ او د ځمکې واکمني تاسو دواړو ورونو ته په لاس درشي؟مونږ په هیڅ ډول ستاسې دواړو منونکی نه یو.
(79) فرعون وویل: ټول پوه ساحران ماته راولئ!.
(80) کله چې ساحران راغلل نو موسې ورته وویل:تاسې چې څه میدان ته غورځونکی یې نو وئې غورځوئ!
(81) نو کله چې هغوی خپل څیزونه میدان ته کړل،موسې وویل:تاسې جادو وکړ.زما پوخ باور دی چې الله به یې ډير ژر له مینځه یوسي ځکه چې الله پاک دوران کارو کار ته مخه نه ورکوي.
(82) او الله پاک د خپلې کړې وعدې له مخې حق په ډاګیزه توګه میدان ته راوباسي که څه هم مجرمان پرۍ ناخوښه وي.
(83) د بني اسرائیلو له څو ځوانانو پرته بل چا په موسې ایمان رانه ووړ. ځکه چې ډار ورسره وو هسې نه چې فرعون او خپل مشران یې وربړوي. او له هیچا نه پټه نه وه چې د ځمکې لوی ځواک او له هغو خلکو نه وو چې په هر دول پولو ور اوښتی و.
(84) او موسې خپل قوم ته وویل:که تاسې په الله ایمان راوړی وي نو پر یوه الله توکل وکړئ که رښتیا مو ورته غاړه ایښې وي.
(85) هغوی وویل:مونږ یوازې په یو الله توکل کړی ای زمونږ ربه! مونږ د ظالمانو لپاره ازمیښت مه ګرځوه.
(86) او په خپل رحمت سره مونږ ته له کافرانو نه نجات راکړه.
(87) مونږ موسې او د هغه ورور ته وحې وکړه چې:تاسې دواړه په مصر کې د خپل قوم لپاره کورونه ولټوئ او هستوګن ځایونه مو د جومات په توګه هم استعمال کړئ.لمونځ وکړئ.او مؤمنانو ته دبري او خلاصون زیری ورکړه.
(88) موسې وویل:ای زمونږ ربه!تا فرعون او د هغه سردارانو ته د دنیا په ژوند کې ښه ښکلا،دبدبه،او ډیر مالونه ورکړي دي چې خلک ستا له لیارې بې لیارې کړي. ای زمونږ ربه!د هغوی مالونه تس،نس او په زړونو کې یې سختي وکړه.ځکه هغوی ایمان نه راوړي تر څو دردناک عذاب وویني.
(89) الله پاک وفرمایل:ستاسو دواړو دعا ومنل شوه نو اوس تاسې سم اوسئ،او د ناپوهو خلکو پر لیار مه روانیږئ.
(90) مونږ بنې اسرائیل له دریاب نه تیر کړل.فرعون او لښکر بې د ظلم او تیري په هوډ ورپسې ووتل ان تر دې چې کله فرعون مخ په ډوبیدو شو نوو یې ویل: ما ومنله چې پرته له هغه یو الله نه چې بني اسرائیلو پرې ایمان راوړی بل هیڅ معبود نشته او ما هم هغه ته پوره غاړه ایښې ده.
(91) ځواب ورکړ شو چې اوس .. تر لږ وړاندې دې سر غړاوو،. او ته له فساد کوونکو څخه وي.
(92) نو نن به مونږ یوازې ستا تنه بیرون کړو تر څو د ټولو راتلونکو لپاره د پند او عبرت نښه شي.او په دې کې هیڅ شک نشته چې ډیر خلک زمونږ له دلایلو نه بې پروا دي.
(93) په رښتیا چې مونږ بنې اسرائیلو ته ښه هستوګنځي ورکړل او پاک خوراک مو ور په برخه کړ.هغوی د علم او پوهې له ورکړې وروسته په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. ستا رب به د قیامت په ورځ د ټولو هغو خبرو فیصله وکړي چې هغوی پکې په جلا جلا لیارو روان وو.
(94) نو که چیرې ته[۶]د هغه څه په هکله شکمن یې چې مونږ تاته نازل کړې دي.نو له هغو خلکو نه یې د حقوالې پوښتنه وکړه چې له پخوانه کتاب لولي.هو! تاته د خپل رب له لورې په باوري توکه راغلی دی نو له شک کوونکو څخه مه کیږه.
[۶] ـ په عربې محاوره کې د هر شي نسبت(صدق)ته وشي معنا یې ده چې ډير ښه نو دلته معنا شوه چې غوره او ښه کورونه (فتح القدیر د امام اشوکاني)
(95) او له هغو څخه مه کیږه چې د الله پاک ایتونه یې درواغ ګڼلي دي که نه نو له زیان کارانو نه به وګڼل شې.
(96) بې له شکه پر چا چې ستا د رب خبره پخه شوې ده،ایمان به رانه وړي.
(97) که څه هم هر ډول دلیلونه ورته راشي،تر څو چې بالاخره دردناک عذاب وګوري.
(98) نو ولې د یوه کلي خلکو هغه ایمان نه ؤ راوړی چې ګټه یې ورته رسولې وای؟پرته د یونس له قوم نه کله چې هغوی ایمان راوړ نو مونږ ترې په دنیا کې رسوا کوونکی عذاب لرې،او د مرګ تروخته مو فایده ور ورسوله.
(99) که ستا رب غوښتي وای چې ټول خلک مؤمنان شي نو خاماخا به د ځمکې ټولو اوسیدونکو له یوې مخي ایمان راوړی وای.ایا ته خلک اړباسي چې مؤمنان شي؟
(100) او هیڅ ساکښ د الله له حکم نه پرته ایمان نه شي راوړي.او الهي نظام همدا دی چې پلیتي او چټلي د هغه چا په غاړه کې اچوي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
(101) ای محمده! ورته ووایه چې هغه دلایل په غور وکورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.خو چې څوک ایمان نه راوړي،هیڅ ډول دلایل او ډار وونکي خبرې ګټه ورته نه شي رسولای.
(102) ایا هغوی پرته له دې نه د څه انتظار کوي چې هغه ورځې پرې راشي چې پخواني خلک ورسره مخ شوي وو، ووایه:تاسې یې انتظار کوئ.او زه هم ستاسې په کتار کې انتظار کوونکی یم.
(103) د هغې ورځې د راتګ په وخت مونږ پيغمبرانو او مؤمنانو ته نجات ورکوو.هو!مونږ پر ځان لازمه کړې ده چې مؤمنانو ته به نجات ورکوو.
(104) ای پیغمبره!ووایه:ای خلکو که تاسې زما د دین په هکله شکمن یاست نو واورئ چې زه هغه څه هیڅکله نه بلم چې تاسې پرته له الله نه رابلئ بلکې یوازې د هغه الله عبادت کوم چې ستاسې مرګ یې په واک کې دی.او ماته امر شوی دی چې زه باید له ایمان راوړونکو څخه اوسم.
(105) او هم راته امر شوی دی. چې په بشپړ ډول د رښتیني دین په لور مخ واړه وه.او هیڅکله ځان د مشرکانو په کتار کې مه ګڼه.
(106) او پرته له الله هغه څه مه رابله چې نه درته ګټه رسوي.او نه تاوان.نو که له الله پرته دې بل څه رابلل نو ته په ښکاره ډول له ظالمانو څخه یې.
(107) او که الله تاته کوم ضرر ورسوي نو پرته له هغه یې هیڅوک نه شي لرې کولی.او که د کومې ښیګڼي اراده وکړي نو د هغه د مهربانۍ مخه هیڅوک نه شي نیوای.او هغه خپلې ښیګڼې هر هغه چاته رسوي چې خوښه یې ورته وشي.الله پاک ډیر بښونکی خورا مهربان دی.
(108) ووایه چې:ای خلکو!تاسې ته د خپل رب له لورې حق راغلی دی. نو چې چا سمه لیار خپله کړه د خپل ځان د ګټې لپاره یې روغه لیار ونیوله.او چا چې لیار ورکه کړه نو تاوان یې هم همده ته دی.زه پر تاسې څارونکی نه یم.
(109) او ای محمده!ته په همغه پسې څه چې وحې یې درته کیږي.او تر هغې صبر کوه چې الله پاک پریکړه وکړي.الله خورا ښه پریکړه کوونکی دی.