74 - Al-Muddaththir ()

|

(1) ای ځان نغښتونکیه!.

(2) پورته شه او خلک وډاروه.

(3) خپل رب په لويي یاد کړه.

(4) او لباس دې پاک کړه.

(5) او ناپاکې پریږده.

(6) او ښیګڼه مه کوه چې بدل یې ډير غواړې.

(7) او د خپل رب لپاره صبر وکړه.

(8) نو کله چې په شپیلۍ کې پو وشي.

(9) دا خورا سخته ورځ ده.

(10) پر کافرانو اسانه نه ده.

(11) ما او هغه سره پریږده چې ما یوازې په یو ځان پیدا کړي دي.

(12) او ډیر زیات مال مې ور کړی دی.

(13) او ملاتړي ځامن هم.

(14) او هغه ته مې حالات برابر کړي دي.

(15) بیا هم هیله لري چې زه نوره زیاته پیرزوینه هم وکړم.

(16) نه هیڅکله نه.بلکې زمونږ د ایتونو کلک دښمن دی.

(17) ډیر ژر به یي د عذاب لوړې پوړۍ ته وخیژوم.

(18) بې شکه چې هغه فکر وکړ او بیا یې اټکل.

(19) نو هلاک دې شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی.

(20) بیا دهلاک شي چې څرنګه اټکل یې کړی دی؟

(21) بیا یې وکتل.

(22) بیا یې مخ تریو او تندی ګونجې کړ.

(23) بیا یې شا او لوي يي وکړه.

(24) نو ویې ویل:چې قران پرته له پخواني سحر څخه بل څه ندی.

(25) او پرته له دې چې کوم انسان خبرې وي بل څه ندی.

(26) ډير ژر به يي جهنم ته ننه باسم.

(27) ته څه پوه کړې چې جهنم څه دی؟

(28) هیڅ شی پرې نه پاتې کیږي او نه څه پریږدي.

(29) د بدن ښکاره پوستکی سوزوي.

(30) نولس ملایکې پرې مقررې شوي دي.

(31) مونږ د دوزخ ساتونکي یوازې ملایکې ګرځولي دي او شمیر يي مونږ کافرانو ته ازمیښت ګرځولی دی.تر څو د هغو خلکو چې(پخوا)کتاب ور کړای شوی باور پوخ،او د مؤمنانو ایمان زیات شي.اود کتاب خاوندان او مؤمنان شک ونه کړي.او د زړونو ناروغان او کافران ووايې چې له دې مثال څخه د الله اراده څه ده؟په همدې ډول د الله چې چاته خوښه شي بې لارې کوي يي.او چاته يي چې خوښه شي لار ورښايي.او ستا د رب لښکرې یوازې هغه ته معلومې دي او بس. او دا هر څه پرته لدې چې دانسانانو لپاره پندوي،بل څه ندي.

(32) نه!قسم په سپوږمۍ.

(33) او قسم په شپه چې مخ په شا شي.

(34) او قسم: په سهار چې روڼ شي.

(35) بیشکه د دوزخ اور یو له لویو پيښو څخه دی.

(36) د ټولو انسانانو لپاره ډارونکی دی.

(37) نو د خلکو خوښه ده چې د اسلام په لور وړاندې ځي او که له کفر سره وروسته پاتې کیږي.

(38) هر ساکښ په خپلو کړو کې ګاڼه دی.

(39) خو پرته د ښي اړخ له خاوندانو.

(40) چې په جنتونو کې به یو له بل څخه پوښتنه کوي.

(41) د مجرمانو په هکله.

(42) او له مجرمانو څخه به هم پوښتي چې تاسې څه شي په دوزخ کې داخل کړئ.

(43) مجرمان به وايي:مونږ لمونځ کوونکي نه وو.

(44) او نه مو بې وزلو ته خوراک ور کاوو.

(45) او د اسلام په ضد لاس وهونکو سره به مو لاس واهه.

(46) او د جزا او سزا ورځ مو درواغ ګڼله.

(47) تر هغو چې له مرګ سره مخ شو.

(48) نودهیچا سپارښتنه ورته ګټه نه رسوي.

(49) نو ولې له پند څخه مخ اړوي؟

(50) لکه چې تریدلې خره دي.

(51) چې له زمري یا ښکاري څخه تریدلي وي.

(52) حق منلو ته تیار نه،بلکې هر یو یي غواړي چې باید پرانستی لیک ور کړای شي.

(53) نه!داسې نده بلکې اصلي خبره داده چې له اخرت څخه نه ډاریږي.

(54) نه:بلکې دا قران پند دی.

(55) نو چې دچا خوښه وي پند دې واخلي.

(56) او پند نه اخلي مګر هله چې د الله خوښه شي.هغه د ویرې او بښنې کولو وړ دی.