90 - Al-Balad ()

|

(1) په همدی ښار لوړه کوم.

(2) چې ته پکې ازاد پریښوولی شې[۱۵].
[۱۵] ـ یا معني یي ده چې:په همدی ښار لوړه کوم چي ستا ربړول يي پکې ځانته روا ګرځولي دي.

(3) او لوړه په پلار او له هغه څخه په زیږیدلي اولاد.

(4) چې مونږ انسان په ستونزو او کړاوونو کې پیدا کړی دی.

(5) ایا انسان ګمان کوې چې هیڅوک به پرې برلاسی نه شي؟

(6) وایې ما خورا ډير مال ولګاو.

(7) ایا ګمان کوي چې هیڅوک يې نه ګوري؟

(8) ایا مونږ دوه سترګې نه دي ورکړي؟

(9) ژبه او دوه شونډې؟

(10) ایا د خیر او شر لار مو نه ده ورښوولې؟

(11) لوړې ژورې یي سرنه کړي.

(12) او ته څه پوهیږي چې د لوړو او ژورو سر کول څه دي؟

(13) د غاړې ازادول.

(14) یا د لوږې په ورځ خوراک ورکول.

(15) خپلوان یتیم ته.

(16) یا په خاورو ناست مسکین ته.

(17) بیا برسیره پردې د هغو کسانو له ډلې څخه وي چې ایمان لري او یو بل ته په صبر او مهربانۍ ښوونه کوي.

(18) همدا خلک د ښي اړخ خاوندان دي.

(19) او کومو کسانو چې زمونږ له ایتونو څخه انکار کړی دی د کیڼ اړخ خاوندان دي.

(20) پر دوی به سر پوښ کړی شوی اور وي.