25 - Al-Furqaan ()

|

(1) ډیر لوړ او برکت ناک دی هغه ذات چې پریکړه کوونکی قرآن يي پر خپل بنده نازل کړی تر څو د ټولو خلکو لپاره ډاروونکی وي.

(2) هغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د هغه ده نه يې ځوی نیولی او نه ورسره څوک په واکمنۍ کې برخه من دی هر څه يې پیدا کړي او هر څه ته يي یوه ټاکلي اندازه ښوولي ده.

(3) خو کافرانو له هغه پرته داسې څه په خدایانو نیولي دي چې هیڅ نه شي پیدا کولي. بلکې هغوی په خپله پیدا کولای شي، نه یې د خپلو ځانونو تاوان او ګټه په واک کې شته. او نه ورسره د مرګ او ژوند او نه د بیا ژوندي راپورته کولو توان شته.

(4) او کافران وايې چې دا قران پرته له درواغو بل څه نه دی محمده له ځان نه جوړ کړی او نورو خلکو هم ورسره پکي لاس کړی دی. په رښتیا چې ډيره لویه د ظلم درواغجنه خبره يي وکړه.

(5) او وايې چې قران یوازې د پخوانیو خلکو کیسي دي چې محمد پر بل چا لیکلي او اوس سهار او ماښام ورته اورول کیږي.

(6) ای محمده! ووایه چې دا قران هغه ذات نازل کړی دی چې د اسمانونو او ځمکې پټ ورته ښه معلوم دي. بې له شکه هغه ښه بښونکی او ډیر مهربان دی.

(7) او کافران وايي: دا څنګه پیغمبر دی چې خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي راګرځي. ولي کومه ملایکه ور ونه لیږل شوه چې د هغه دښمنان يي ډارولی؟

(8) یا باید یوه خزانه ورکړ شوې وای، او یا یې باید یو ښه باغ درلودای چې ښه خوراک یي ترې کولی. او ظالمان وايې: تاسې خو په یو جادو وهلي سړي پسې روان يې.

(9) وګوره ای محمده! چې تا په څه ډول مثالونه سره یادوي؟ ښه پوره يې لار ورکه کړی، هیڅکله به سمه لار نشي برابریدای.

(10) ډیر برکتناک دی هغه ذات چې که غواړي نو له دې څیزونو څخه ډیر غوره درکولای شي چې هغه به داسې باغونه وي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي او ډيرې ماڼۍ به درکړي.

(11) بلکې هغوی قیامت درواغ ګڼي او هر څوک چې قیامت درواغ وګڼي مونږ ورته تاوجن اور برابر کړی دی.

(12) کله يي چې اور له لرې وویني نو دوی به يې د قهر او تاو غرار واوري.

(13) او چې لاس او پښې تړل شوي د اور په کوم تنګ ځای کې وروغورځول شي نو د خپل مرګ غوښتنه به وکړي.

(14) هلته به ورته وویل شي چې: نن یو مرګ نه [۱۷] بلکې ډیر مرګونه وغواړئ.
[۱۷] معنې دا چې یوازې مرګ نه بلکي ټول غمونه ځان ته وغواړئ، او یا دا چې ستاسې ګناهونه ډیر دي د هر یوه له کبله یو مرګ وغواړئ، او یا دا چې د هر اندام او عضوي لپاره بیل بیل مرګ وغواړئ ( ابن جریر الطبری).

(15) ای محمده! ووایه چې دا ښه دي او که تل پاتې هغه جنت چې له پرهیزګارانو سره يې وعده شوې؟ د هغوی د کړنو بدل او ورتګ ځای دی.

(16) هلته به د جنتیانو لپاره د هغوی د غوښتنې هر څه تل تر تله وي. ستا رب د هغوی د غوښتنې د پوره کولو پخه وعده کړې ده.

(17) او هغه ورځ رایاده کړه چې الله به کافران او هغه خدایان يې چې پرته له الله يي بلل ګرد سره راټول او ورته به ووايې: ایا تاسې واست چې زما دغه بنده ګان مو بې لارې کړي وو؟ او که دوی په خپله لار وکه کړې وه؟

(18) هغوی به ووايي: ای زمونږ ربه! ته پاک يې زمونږ توان نه وو چې د ځان لپاره له تا پرته بل څوک ملاتړ ونیسو. خو تا دوی او پلرونو ته يې ښه ژوند او وسایل ورکړي وو ان تر دې چې پند يې هیر او په هلاکت کې وغورځیدل.

(19) نو خدایانو مو ستاسې خبرې درواغ ګڼلې تاسې نه د عذاب د اړولو او نه د یو بل سره د کومک کولو توان لرئ او ستاسې هر څو چې ظلم او تیری وکړي نو مونږ به لوی عذاب ور وڅکو.

(20) او ای محمده! له تا نه وړاندې چې مونږ څومره پیغمبران لیږلي دي ټول خوراک کاوو او په بازارونو کې ګرځیدل. مونږ تاسې یو د بل لپاره ازمیښت ګرځولي يې . ایا تاسې زغم کوئ؟ او ستا رب هر څه ویني.

(21) او هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هیله من نه دي وايې چې ولې پر مونږ ملایکې نازلې نه شوې؟ او ولې مونږ خپل رب ونه لید؟ هو! د خپلو ځانو په هکله يې ډیره لويې وکړه او سرغړونه کې تر تولو پولو ور واوښتل.

(22) په کومه ورځ چې ملایکې وویني، نو په هغې ورځ به د مجرمانو. خیر نه وي او وايي به چې رانه يې منعه کړئ.

(23) او مونږ د هغوی تولې کړنې د دوړو په شان تیت او پرک او تس، نس کوو.

(24) په هغې ورځ به د جنتیانو هستوګن ځای خورا غوره او غرمه ځای به يې خورا ښه وي.

(25) په هغه ورځ به اسمان له وریځو نه ټوټه، ټوټه څیرې او د ملایکو کتارونه به راښکته شي.

(26) په هغه ورځ به واکمني یوازې د مهربان خدای وي. او پر کافرانو به خورا سخته ورځ وي.

(27) په هغه ورځ به ظالم انسان خپل لاسونه چیچې [۱] او وايې به چې کاشکې ما د رسول لار نیولې وای.
[۱] دا د هغو ناپوهو انسانانو بیان دی چې په دنیا کې د رسول د ملګرتیا او لارې پریښي وي. او دشیطان او د هغه د انډیوالانو په لار ولاړ شي. کله عقبة چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا پريښوده او دا بۍ خبره يي ومنله( البحرالمحیط في التفسیر).

(28) ای زما بدې ورځې کاشکې چې ما فلانی سړی په دوستۍ نه وای نیولی.

(29) زه يې له هغه پند نه بې لارې کړم چې ماته راغلی وو. او رښتیا هم چې شیطان د انسانان غولوونکی دښمن دی.

(30) او پیغمبر به وايې چې : ای زما ربه ! زما قوم دغه قران بالکل پریښی وو.

(31) مونږ په همدې توګه مجرمان د هر پیغمبر دښمنان ګرځولي دي. او ستا رب د ښوونې او ملاتړ لپاره بس دی.

(32) او کافران وايې چې: قران پرې ولې یو ځل نازل نه شو؟ هو! مونږ لږ لږ نازل کړ چې ستا زړه پرې ښه کلک او تا پرې ښه پوه کړو.

(33) او هغوی چې ستا په هکله هره خبره کوي مونږ د هغې حق ځواب په ښه شان سره بیانوو.

(34) او کوم کسان چې د جهنم په لور پرمخونو(۲) بیول کیږي د هغوی هستوګنځآی خورا بد او هغوی خورا لار ورکي دي.

(35) او په تحقیق چې مونږ موسی ته کتاب ورکړی او د هغه ورور هارون مو د هغه ملاتړ ګرځولی وو.

(36) مونږ ورته وویل: تاسې دواړه هغه قوم ته ولاړ شئ چې زما ایاتونه يې درواغ ګڼلي دي په پای کې مو هغه قوم هلاک کړ.

(37) او د نوح قوم مو هم چې پیغمبران يې درواغجن وګڼل په اوبو کې غرق او د خلکو لپاره مو د عبرت نښه وګرځول او مونږ د تیري کوونکو لپاره دردناک عذاب تیار کړی دی.

(38) په همدغه شان مو عادیان، ثمودیان، د څاه خاوندان[۳] او په دې اوږدو کې د پیړیو پیړیو خلک تس، نس کړل.
[۳] ځینې علماء وايې چې دا د شعیب (عَ) قوم وو، او نور وايي چې دا یو قوم وو چې خپل پیغمبر يي وواژه او بیا يي په څاه کې واچاوو( فتح القدیر).

(39) مونږ د هیر یوه د پوهولو لپاره هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو بالاخره مو ټول هلاک او تار، مار کړل.

(40) او د مکې کافران خامخا په هغه کلي تیر شوي دي چې خورا بد ورښت پرې شوی ؤ . ایا هغوی يې نه ګوري؟ ښه يې ګوري خو دوی په بیا ژوندي کیدو نا باوره دي.

(41) او چې تا وګوري نو پرته له ملنډو بل څه نه کوي او وايې چې: ښه دا همغه څوک دی چې الله پیغمبر رالیږلی دی؟

(42) که مونږ ټینګار نه وای کړی، لرې نه وه چې مونږ به يې له خپلو خدایانو نه اړولي وو خو کله چې د الله عذاب ووینې پوه به شي چې ډیر لار ورکي څوک دي؟

(43) ایا تا هغه څوک لیدلی چې خپله هوا او هوس يي خپل خدای ګرځولی؟ ایا نو ته پر هغه څارونکی يې؟

(44) ایا ته انګیرې چې د هغوی زیات خلک اوري؟ یا پوهیږي؟ نه! هغوی د څارویو په شان بل:ې له هغوی هم خورا ډیر لار ورکي دي.

(45) ایا ته نه ګورې چې ستا رب څرنګه سیوری خور کړی؟ که هغه غوښتي وای نو تل به يې ودرولی وو. مونږ لمر د هغه ښوونکی وګرځاو[۴].
[۴] د لمر په واسطه سیوری معلومیږي چې شته که نه؟ ( فتح القدیر)

(46) او بیا مو د ځان په لور په ډيره اسانۍ او چپتیا سره راټول کړ.

(47) او الله هغه ذات دی چې شپه يې درته لباس، خوب يي ارام او ورځ يې د ښکته او پورته خوریدلو وخت ګرځولی دی.

(48) او الله همغه ذات دی چې له خپل رحمت نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه لیږي. او همدا مونږ یو چې له بره مو پاکې او پاکوونکی اوبه لیږلي دي.

(49) تر څو پرې مړه ښارونه ژوندي او هغه ډیر څاروي او انسانان چې زمونږ د پیدایښت یوه برخه ده پرې خړوبه کړو.

(50) او مونږ یو چې د باران اوبه د هغوی په مینځ کې ویشو تر څو پند واخلي خو زیات خلک د کفر او ناشکرۍ نه پرته بله لار نه نیسي.

(51) که مونږ غوښتي وای نو په هر کلي[۵] کې به مو یو ډاروونکی لیږلی وو.
[۵] په هر کلي کې به مو یو پیغمبر لیږلی وو خو مونږ داسې ونه کړل بلکې ته مو د ټول بشر لپاره ولیږلې نو ځکه ته باید د هیڅ کافر پسې ولاړ نه شې( فتح القدیر).

(52) نو ای پیغمبره! د کافرانو مه منه! او په دې قران ورسره ستر جهاد وکړه.

(53) او الله همغه ذات دی چې دوه سیندونه يي سره یو ځای کړي دا یو ډیر خوږ او تنده ماتوونکی، او دا بل ښه تریو مالګین دی. او بیا يې د دواړو په مینځ کې پرده پیدا کړی چې یو له بل ښه جلا ساتي.

(54) او الله هغه ذات دی چې له اوبو نه يي بشر پیدا او بیا يي د نسب او خوسرګنۍ په مزو سره وتړل[۶] او ستا رب د هر څه توان لري.
[۶] په دنیا کې انسانان یو له بل سره د نسب په خپلوۍ او یا له هر چا سره د خوسرګنۍ په مزو تړي.

(55) او هغوی له الله پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته ګټه رسوي او نه تاوان. او کافر انسان د خپل رب دښمنۍ ته ملا تړلې ده.

(56) او ای محمده! ته مونږ یوازې زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې.

(57) ای محمده! ووایه چې زه د دین په رسونه له تاسې نه کوم بدل نه غواړم. زما مزدوري یوازې همدا ده چې د چا خوښه وی د خپل رب لار دې غوره کړي.

(58) پر هغه ژوندي ذات توکل وکړه چې هیڅکله نه مري، له ستاینې سره يې پاکي بیان کړه، او د خپلو بنده ګانو له ګناهونو څخه یوازې د هغه باخبر توب کافي دی.

(59) او الله هغه ذات دی چې اسمانونه، ځمکه او د دواړو په مینځ کې ټول موجود څیزونه يي په شپږو ورځو کې پیدا او بیا يي پر عرش استواء وکړه خورا ډیر مهربان دی، د هغه د شان پوښتنه له ډیر پوه نه وکړه[۷].
[۷] په انسانانو کې د الله جل جلاله د شان په هکله زیات پوه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی. ( تفسیر ابن کثیر).

(60) او کله چې هغوی ته وویل شو چې رحمن خدای ته سجده وکړئ! نو ويې ویل: چې رحمن څه وي؟ ایا ته چې څوک ښايې مونږ به هغه ته سجده کوو؟ دغې بلنې د هغوی کرکه لا پسې زیاته کړې ده.

(61) بابرکته دی هغه ذات چې په اسمان کې يي برجونه[۸] پیدا کړي او په هغه کې يي څراغ او روښنايې ورکوونکې سپوږمۍ پیدا کړې ده.
[۸] بروچ د برج جمع چې د تبرج نه اخیستی شوی په معنې د ښکاره دی( فتح القدیر).

(62) او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې یو د بل پسې کړي تر څو که د چا اراده وي پند واخلي او یا دشکر ویستلو هیله ورسره وي.

(63) او د مهربان خدای بنده ګان هغه کسان دي چې په خورا وقار سره په ځمکه ځي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي نو روغي خبرې[۹] ورته کوي.
[۹] داسي ځواب ورکوي چې د هغوی د ذهن سره برابر او د هغوی په ګټه وي.

(64) او هغه کسان دي چې شپه خپل رب ته په سجده او ولاړه تیروي.

(65) او تل يي همدا وینا وي چې: ای زمونږ ربه! د جهنم عذاب له مونږ نه واړه وه بې شکه چې د هغه عذاب خوراک کلک تړلی وي.

(66) بې له شکه چې هغه د ورتګ او پاتې کیدلو لپاره خورا بد او ناکاره ځای دی.

(67) او هغه کسان دي چې کله مال لګوي نو نه اسراف کوي او نه بیخي لاس نیسي بلکې د دواړو په مینځ کې روان وي.

(68) او هغه کسان دي چې د الله ترڅنګ نور خدیان نه بلي او هغه ساه نه وژني چې پرته له حق نه يي[۱۰] الله وژل حرام کړي دي او زناء نه کوي، او هر څوک چې پورتني کارونه وکړي هرو، مرو به يي له جزا سره مخ کیږي.
[۱۰] الله پاک یوازې په لاندی حالاتو کې د یو چا وژل رواء کړي دي( اول د قصاص په صورت کې، دوهم چې وادو والا زنا وکړي، دریم د ارتداد په صورت کې).

(69) د قیامت په ورځ به عذاب ورته دوه چنده او سپک او خوار به پکې د تل لپاره وي.

(70) مګر هغه چا چې توبه کړي ایمان یي راوړی، او نیکې کړني يې خپلې کړي نو الله پاک د همدغو کسانو بدي په نیکیو سره بدلوي. او الله ډير بښونکی او مهربان دی.

(71) او چا چې توبه وښکلې او کړنه يې نیکه کړې نو په رښتیا يي الله ته پناه یووړه.

(72) او هغه کسان دي چې درواغو ته نه حاضریږي او چې په نارواء تیریږي نو خورا په عزت پرې تیریږي.

(73) او هغه کسان دي چې کله هم د الله په ایاتونو پند ورکړای شي نو کاڼه او ړانده پرې نه پریوزي.

(74) او هغه کسان دي چې وايې: ای زمونږ ربه! سترګې یخوونکې ښځې او اولادونه راوبښه او دپرهیزګارانو مقتداء مو وګرځوه.

(75) همدغو کسانو ته به د دوی د صبر په بدل کې په جنت کې لوړې درجې ورکړای شي. او په ښه راغلاست او سلام ویلو سره بې استقبال وشي.

(76) تل تر تله به هملته وي. هغه د اوسیدني او پاتې کیدلو لپاره خورا ښه ځای دی.

(77) ای محمده! ووایه که ستاسې دعاء او عبادت نه وای نو زما رب ستاسې پرواء نه لري نو اوس خو تاسې حق درواغ وګاڼه، ژر د چې عذاب به يي هم ورسره تړلی وي.