17 - Al-Israa ()

|

(1) پاک دی هغه ذات چې یوه شپه[۱] يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر لرې جومات یعنې بیت المقدس چې د هغه چاپیریال مونږ له برکتونو نه ډک کړی دی بوتلو چې د خپل قدرت ځینې نښې وروښایو. بې له شکه چې الله ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.
[۱] دا پيښه د معراج د سفر په نوم مشهوره ده. دا یو بدنې سفر و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه شپه کې له مکې مکرمې نه بیت المقدس ته تللی او بیا پورته ختلی او په همدې لار بیرته مکې ته راغلی و( معارف القران).

(2) او له دې وړاندې مو موسی ته هم کتاب ورکړی او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره لارښود ګرځولی ؤ. چې باید له ما پرته بل هڅوک خپل کار جوړوونکی ونه ګڼي.

(3) هو! تاسې د همغو خلکو اولاده يې چې مونږ له نوح سره په کښتۍ کې بار کړي وو. او په رښتیا چې نوح یو شاګر بنده ؤ.

(4) او مونږ په خپل کتاب کې بنې اسرائیلو ته اعلان کړی ؤ چې تاسې به په ځمکه کې دوه ځله[۲] فساد او لویه سرغړونه وکړئ.
[۲] اول فساد یعنې د ذکریا علیه السلام وژل او دویم فساد یعنې د ذکریا علیه السلام ځوی یحیی علیه السلام وژل او یا لومړنی فساد د موسی علیه السلام نه منل او دویم فساد د عیسی علیه السلام نه منل وه( تفسیر الماوردی).

(5) نو کله چې د لومړنۍ وعدې نیټه راورسیده نو مونږ پرتاسې خپل باتور او جنګیالي بنده ګان راپورته کړل هغوی د کورونو ټولې څنډې او کونجونه ولټول او دا یوه پوره کیدونکي وعده وه.

(6) بیا مو بیرته پر هغوی برلاسي درکړه او هم مو ډیر مالونه او ځامن در په برخه او ستاسې ګڼه ګوڼه مو خورا ډیره کړه.

(7) نو که تاسې نیکي وکړه نو ښیګڼه یې ستاسې خپله ده او که بدي مو وکړه هغه هم ستاسې خپله ده. او کله چې د دویمې سرغړونې نیټه راغله نو مونږ خپل ځیني بنده ګان پر تاسې برلاسي کړل تر څو تاسې سپک او د پخوا په شان یو ځل بیا بیت المقدس ته داخل او په څه یې چې وسه رسیږي ټول له مینځه یوسي.

(8) اوس نژدې ده چې ستاسې رب په تاسې مهربان شي. خو که تاسې بیرته فساد ته وګرځیدئ، مونږ به هم ستاسې ربړولو او هلاکولو ته وګرځو. او مونږ کافرانو ته د جهنم بندي خانه جوړه کړې ده.

(9) بې له شکه چې قران د سیخې او نیغې لارې ښوونه کوي او هغو مؤمنانو ته چې نیکي کوي زیری ورکوي چې د هغوی لپاره لوی اجر دی.

(10) او د هغو کسانو لپاره چې په اخرت ایمان راوړي مونږ دردناک عذاب تیار کړی دی.

(11) او انسان همغومره شر غواړي چې هغه ته خیر غوښتل پکار وو. او انسان ډیر تلوار کوونکی دی.

(12) او مونږ شپه او ورځ دوه نښآنې ګرځولي دي چې د شپي نښه مو تیاره او ورکه کړه. او د ورځې نښه مو روښانه او ځلیدونکې وګرځوله تر څو تاسې د خپل رب فضل ولټوئ. او د کلونو شمیر او نور حساب پرې معلوم کړئ او مونږ هر شی ښه پوره بیان کړی دی.

(13) مونږ هر انسان ته د هغه عمل نامه په غاړه کې ور زوړنده کړې ده چې د قیامت په ورځ به يې د یو لوی کتاب په شکل کې ورته راوباسو او له یوه پرانستي کتاب سره به مخ شي.

(14) ورته به وویل شي: کتاب دی ولوله نن دخپل ځان د حساب لپاره په خپله همدا ته بس یې.

(15) څوک چې په سمه روان شي نو د خپل ځان په ګټه يي لار ومیندله او چا چې لار ورکه کړه، نو د لار ورکونې تاوان د همده لپاره دی. او هیڅوک د بل پیټی نه شي پورته کولی. او مونږ چې پیغمبر نه وي لیږلی هیڅوک نه په عذابوو.

(16) او کله هم چې مونږ د کوم کلي د هلاکولو تکل کړی. نو مشرانو او بډایانو ته مو امر کړی، هغوی پکې وران کاري کړې نو د هغه کلي د ورانولو خبره پخه او ښه پوره مو دړې وړې کړی دی.

(17) او مونږ له نوح نه راپه دیخوا خورا ډیر نسلونه هلاک کړي. او ستا رب د خپلو بنده ګانو د ګناهونو په خبریدلو او لیدلو کې یو دی.

(18) څوک چې سملاسې ګټه غواړي مونږ په دنیا کې هغه څه همدلته ژر ورکوو چې زمونږ ورته خوښه وشي. بیا مو جهنم ورته تیار کړی دی چې ملامته او له ټولو مهربانیو بې برخې به ورننوځي.

(19) او څوک چې د اخرت هیله من وي او د لاس ته راوړلو لپاره يې ټولې اړونده هلې ځلې وکړي او ایمان ورسره وي. نو د دا وړ خلکو هلې ځلې منلې شوي دي.

(20) مونږ له هرې ډلې سره لاس کوو. له دنیاوالاو او له اخرت والاو دواړو سره ستا د رب له لورې لورینه کیږي. او ستا د رب لورینه هیڅوک نه شي منع کولی.

(21) وګوره چې مونږ څرنګه دلته یو پر بل غوره کړي دي؟ او د اخرت درجې یو له بل نه خورا ډیرې لويې، او ډیرې غوره دي.

(22) له الله سره بل څوک معبود مه نیسه که نه نو پړ او بې ملاتړه به پاتې شې.

(23) اوستا رب پریکړه کړې ده چې: پرته له هغه نه د بل هیچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ. که له هغوی نه یو یا دواړه زړښت ته ورسیږي. نو اف[۴] هم ورته وايې. او مه يې رټئ او خورا نرمې او مهرباني خبرې ورته کوئ.
[۴] داسې خبره باید ونه کړئ چې هغوی پرې وزوریږي ان که د (اف) غوندي وړه خبره هم وي( معارف القران) .

(24) د ډیرې مهربانۍ لپاره ورته د ماتې او تسلیمی ورزونه کاږه او همیشه ورته دعاء غواړه چې پروردګاره! پر هغوی رحم وکړه څنګه يې چې په کوچنیوالي کې زه په مهربانۍ سره لوی کړیم یم.

(25) ستاسې رب ښه پوهیږي چې په زړونو کې مو څه دي؟ نو که تاسې نیکان یاست نو ډاډه اوسئ چې الله پاک د هغه په لور ګرځیدونکو ته ښه بښونکی دی.

(26) د خپل مسکین او مسافر حق ورکړه او بې ځایه لګښت مه کوه.

(27) په دې کې شک نشته چې بې ځایه لګښت کوونکی د شیطانانو وروڼه دي د شیطان د خپل رب شکر نه دی پر ځای کړی.

(28) او که تاسې له اړو خلکو نه په دې تکل څنګ وکړ چې د خپل رب د رحمت او مهربانۍ د ترلاسه کولو هڅه کوئ نو هغوی ته خورا نرم ځواب ورکړه.

(29) مه خپل لاس له غاړې سره تړه او مه يې داسې پراخوه چې بالاخره په خپله بې وسي او پښیمانه پاتې شي.

(30) ستا رب چې چاته وغواړي روزي ور پراخوي او چاته يي چې خوښه شي پرې تنګوي يې هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او ښه یې ویني.

(31) او خپل اولادونه د بې وزلۍ له ډاره مه وژنئ. مونږ هغوی او تاسو ټولو ته روزي درکوو. بې له شکه د هغوی وژل لویه ګناه ده.

(32) او زنا ته مه نژدې [۵] کیږي. بې له شکه چې هغه ډیر ناوړه کار. او ډیره بده لار ده.
[۵] هغه څه مکوئ چې د زنا په لور مو بیايي.

(33) او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي. مګر په حق[۶] سره يي وژلی شئ. او څوک چې مظلوم وژل شوی وي مونږ يي وارث ته د غچ غوښتنې توان [۷] ورکړی دی نو باید په وژنه کې له پولي وانه وړي.[۸] بې له شکه له ده سره کومک کړی شوی دی.
[۶] فقهاوو دری ځایه ښوولي: الف: قصاص ب: د واده والا چې زنا وکړي ج: مرتد. [۷] د الله له خوا قانوني حق ورکړ شو او حکومت مکلف دی چې حق يي پوره کړي. [۸] اسراف یعنې چې د یو پر ځای ډیر ووژنۍ یا د قاتل پر ځای د قاتل د کورنۍ بل غړی ووژنئ ( تفسیر الماوردی).

(34) او د یتیم مال ته تر څو چې هغه خپلې ځوانۍ ته رسیږي پرته له ښه والي مه ورنژدې کیږئ. او وعده مو پوره کړئ بې له شکه چې د وعدې په هکله پوښتنه کیدای شي.

(35) او چې پيمانه ورکوئ نو پوره يي ورکوئ او ټول په سمه تله وکړئ. دا ډیر غوره او ښه پای لري.

(36) په هغه څه پسې مه ځه چې پرې پوه نه يې. بې له شکه چې غوږ، سترګه او زړه هر یو پوښتل کیدونکی دی.

(37) په خیال سره په ځمکه مه ځه ، ته نه ځمکه څیرلی او نه د غرونونو څوکو رسیدای شي.

(38) ددې ټولو کارونو بد اړخ ستا د رب په وړاندې خورا ناکاره دی.

(39) هو! دا د حکمت خبرې دي چې ستا رب تا ته وحې کړي دي او له الله سره بل معبود مه نیسه، که نه نو په جهنم کې به پړ شوی او له ټولو مهربانیو به يې برخې وغورځول شي.

(40) ایا ستاسې رب تاسې په ځامنو ونازولئ او په خپله يې د ځان لپاره ملایکې د لورګانو په توګه ونیولې؟ بې له شکه تاسې خورا لویه خبره کوئ.

(41) او مونږ په قران کې هر څه بشپړ بیان کړي دي تر څو هغو پند واخلي. خو هغوی له حق نه لا په تیښته کې دي.

(42) ای محمده! ووایه: که له الله سره نور معبودان وای لکه چې هغوی يې وائې نو هرو، مرو به يې د عرش د څښتن په لور د رسیدلو لار لټولې وای.

(43) پاکي ټوله د الله ده. او له هغه څه نه ډیر لوړ دی چې هغوی يې وايي.

(44) اوه اسمانونه. ځمکه او هغه څه چې پکې دي ټول د هغه تسبیح وايې او هیڅ شی نشته چې د هغه حمد او ستاینه ونه وايي خو تاسې پرې نه پوهیږئ. بې له شکه چې الله پاک تحمل والا او بښونکی دی.

(45) او کله چې ته قران لولي نو مونږ ستا او د هغو خلکو ترمینځ چې په اخرت ایمان نه راوړي. یوه پټه کړې شوي[۹] پرده غوړولې ده.
[۹] پرده پښوونکي او یا پرده له خلکو نه پټه ده چې نه يي ویني( تفسیر الماوردی).

(46) او د هغوی زړونه مو په پردو پوښلي چې په قران پوه نه شي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی. او چې کله هم تا په قران کې یو الله یاد کړي نو هغوی مخ په ځټ تیښته کړې ده.

(47) مونږ پوهیږو چې هغوی د څه لپاره تاته غوږ نیسي؟ کله چې غوږ نیسي او کله چې په پټه مشوره کوې نو دا ظالمان وايې: تاسو د یوه داسې سړي پسې روان یاست چې سحر پرې شوی دی.

(48) محمده! وګوره چې هغوی ستا په هلکه څه ډول خبرې کوي؟ لار يې ورکه کړې او نشي کولای چې روغه لارو ومومي.

(49) او هغوی وايې : ښه نو کله چې مونږ زاړه هډوکي او میده خاورې شو نو بیا به هم له نوي سره را ژوندي کیږو.

(50) ای محمده! ووایه چې ډبره او یا اوسپنه شئ.

(51) او یا بل داسې حه چې بیرته را ژوندي کیدل يې تاسې ته ناشوني شکارې( نو بیا هم هرو، مرو به راژوندي شئ) نو دوی به يې له درنګه ووايي: ښه نو کوم ذات به مونږ بیرته د ژوند په لور اړوي؟ ووایه چې: همغه ذات چې لومړی يې تاسي پیدا کړي واست نو بیا به د ملنډو په توګه د هو! سر وخوزوي ووايې به چې: ښه نو کله؟ ورته ووایه کیدای شي ډیر نژدې.

(52) په کومه ورځ چې هغه تاسې د بیا ژوندون په لور وبلي نو تاسې ټول به د هغه د ثنا او ستایلو په حال راپورته او ګومان به کوئ چې ډير لږ وخت مو ( په قبرونو او یا په دنیا کې) تیر کړی دی.

(53) ای محمده! زما بنده ګانو ته ووایه چې تل ښه او غوره خبره وکړئ. په رښتیا چې شیطان د هغوی په مینځ کې دښمني اچوی ځکه چې شیطان د انسان ډانګ پیلی دښمن دی.

(54) ستاسې رب ته تاسې ښه معلوم یاست که خوښه يې شي نو رحم به دربانې وکړي او که خوښه يې شوه نو په عذاب به مو کړي.

(55) او ستا رب ته هغه ټول څیزونه ډیر ښه معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. او مونږ ځینې پیغمبران پر ځینو غوره کړي او داود ته مو زبور ورکړی و.

(56) ای محمدهْ! ووایه چې هغه خدایان مو راوبلئ چې تاسې له الله نه پرته پرې د خدی ګومان کوئ له هغوی سره واک نشته چې له تاسې نه سختي او ضرر لري. او یا يې مخه په بل لور واړوي.

(57) هغه څوک[۱۰] چې کافران يې د خدایانو په توګه بلي خدایان يي په خپل د خپل رب په لور وسیله لټوي چې یو له بل نه هغه ته ډیر نژدې شي د هغه د رحمت هیله ورسره او له عذاب نه يې ډاریږي ځکه چې ستا د رب عذاب د ویرې وړ دی.
[۱۰] دا ایت د هغو پیریانو په اړه نازل شوی چې کافرانو په خدايي نیولي وو بیا وروسته پیریاو مسلمانان او عابدین يي په شرک کې پاتي شول( تفسیر الماوردی)

(58) او هیڅ داسې سیمه نشته چې هغه مونږ د قیامت له راتګ نه وړاندې هلاکه نه کړو او یا يې په سخت عذاب ونه ربړوو دا په ازلي کتاب کې لیکل شوي دي.

(59) او د معجزو له لیږلو نه یوازې همدې خبرې منعه کړي یو چې پخوانیو درواغ ګڼلي دي مونږ ثمودیانو ته اوښه د ښکاره معجزې په توګه ورکړه خو هغوی پرې تیری وکړ او مونږ معجزې یوازې د خلکو د ډارولو لپاره لیږ.

(60) او هغه په زړه کړه چې مونږ تاته وویل چې ستا رب ټول خلک په خپل واک کې را ایسار کړي دي او هغه څه چې مونږ تاته د معراج په پیښه کې وښوول هغه د خلکو لپاره یو ازمیښت ؤ او هغه ونه هم یو ازمیښت دی چې په قران کې پرې لعنت [۱۱] ویل شوی دی مونږ هغوی ډار وو خو د ډارولو سره سره لا پسې سر اخلي.
[۱۱] د زقوم ونه(تفسیرالماوردی)

(61) او هغه وخت را یاد کړه چې مونږ ملایکو ته وویل: ادم ته سچده وکړئ؟ ټولو پرته له ابلیس نه سجده وکړه ابلیس وویل : ایا زه هغه چا ته سجده وکړم چې تا له خټې نه پیدا کړی دی.

(62) او ويې ویل: په دې مې پوه کړه چې دا سړی دې ولې پر ما غوره کړ؟ قسم دی که چیرې ته ما تر قیامته پریږدې نو پرته له لږ کیونه د نورې ټولې اولادې بیخ او بنیاد به ېي وباسم.

(63) الله وفرمایل ښه ده ولاړ شه کوم یو چې ستا ومني نو تاسو ټولو ته د پوره جزا ځای جهنم دی.

(64) او چې توان دې وي نو ځینې يې په خپل غږ راګیر او خپل سپاره او پیاده لښکر پرې راټول، په مالونو او اولادونو کې يې ځان ورننه باسه او وعدې وکړه. او شیطان هغوی ته پرته له غولونې او چل نه بله وعده نه شي ورکولی.

(65) بې له شکه زما په سوچه بنده ګانو ته کوم برلاسي نه لرې. او ای محمده! ستا رب د ساتنې لپاره بس دی.

(66) ستاسې رب هغه ذات دی چې په بحر کې ستاسې بیړۍ چلوي چې فضل يې ولټوئ. بې شکه هغه پر تاسې ډیر مهربان دی.

(67) او کله چې تاسې ته د بحر په مینځ کې کومه سختي رسیدلې نو پرته له الله چې څومره شیان تاسې رابلئ ټول در نه ورک شوي او چې کله مو وچې ته په راویستلو سره ژغورلي يې نو مخ مو اړولی. په رښتیا چې انسان ډیر ناشکره دی.

(68) له دې نه بې غمه يې چې په وچه کې مو په ځمکه کې ننه باسي؟ او یا درباندې ډبرې وروونکی طوفان راوالوزوي؟ بیا به مو هیڅ ساتونکی نه وي.

(69) او ایا له دې نه ډاډمن يې چې: تاسې په بل ځای بخر ته بوځي او هلته درباندې بل مخ اړوونکی باد راوالوزوي. او د ناشکرۍ په بدل کې مو غرق کړي؟ بیا به مو هیڅ ملاتړ نه وي چې له مونږ نه مو پوښتنه وکړي.

(70) او په رښتیا چې مونږ بنې ادم ډیر عزت من کړی. په وچه او لمده کې مو هغه ته سپرلۍ ورکړې. له پاکو څیزونو نه مو هغه ته روزي ورکړې او په خپلو ډیرو مخلوقاتو مو هغه ته ډیر زیات غوره والی وربښلی دی.

(71) او هغه ورځ په پام کې نیسه چې مونږ په هره ډله د هغوی له مشرانو سره راوغواړو نو چاته چې خپله عملنامه په ښي لاس ورکړای شوه نو هغوی به خپله عملنامه لولي او یو بڅری ظلم به هم پرې ونه کړای شي.

(72) او څوک چې په دنیا کې د حق له لیدلو او پیژندلو نه ړوند وي نو په اخرت کې به هم ړوند، بلکې له هغه نه به هم لار ورکی وي.

(73) او ای محمده! نژدې وو چې مشرکان تا د هغه څه په هکله چې مونږ در ته وحې کړې په ازمیښت کې واچوي تر څو پر مونږ زمونږ له وحې نه جلا بل څه وتړې نو که دا کار دې کړی وای بیا به يې خپل دوست نیولی وای.

(74) او که مونږ ته کلک کړی نه وای نژدې وو چې د هغوی په لور لږ څه ور کوږ شي.

(75) نو که ته ورکوږ شوی وای نو مونږ به په دنیا کې دوه برابره عذاب درڅکلی وای او په اخرت کې هم بیا به تا زمونږ پر خلاف ملاتړ نه وای میندلای.

(76) او هغوی دې ته نژدې وو چې تا له دې خاوري[۱۳] نه بې ځایه اوباسي. نو که ته يي ویستلی وای نو هغوی به هم له تا نه وروسته پرته له لږ وخت نور نه وو پاتي.
[۱۳] د مکي کافرانو له مکي نه او د مدیني یهودیانو له مدیني څخه تا په دې چل وباسي چې پیغمبرانو ځای شام دی هلته ولاړ شئ (البحر المحیط).

(77) همدا زمونږ لار ده چې د پخوانیو رسولانو په هکله مو هم چلولې ده. او زمونږ په کړنلاره کې به ته هیڅ بدلون ونه مومې.

(78) لمونځ قائم کړه د لمر له زوال نه د شپې تر تیارې او د سهار قران هم لوله ځکه چې د سهار قران ته د شپې او ورځي دواړه ملاکیکي حاضریږي.

(79) او دشپې په څه برخه کې هم د قران په تلاوت ویښ اوسه دا زیاتوالی یوازې ستا لپاره دی. کیدای شي چې تا خپل رب په مقام محمود[۱۴] کې ودروي.
[۱۴] لوی شفاعت کوونکی( تفسیر الماوردی).

(80) او وایه : ای زما ربه! ما چې چیرته بیا يې نو له رښتینولۍ سره مې بوځه او له کوم ځای نه مې چې وباسې نو په رښتینولۍ مې وباسه او ستا له لورې یو ملاتړ را په برخه کړه.

(81) او ووایه : حق راغی او باطل له مینځه ولاړ. بې له شکه باطل له مینځه تلونکی دی.

(82) او مونږ تاته هغه قران نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی. خو ظالمانو ته پرته له تاوان نه بل څه نه زیاتوي.

(83) او مونږ چې کله هم په انسان لورینه کړې. هغه مخ اړولی او یو اړخ ته شوی. او چې کله هم کومه ستونزه ورته رسیدلې بیا ډیر مایوسه او بې هیلي وي.

(84) ای محمده! ووایه چې هر څوک په خپله کړنلاره ځي. ستاسې رب ته ښه معلومه ده چې څوک په سمه لار دي؟

(85) او هغوی له تانه د روح په هکله پوښتنه کوي ووایه چې روح زما د رب حکم دی او تاسې ته دعلم ډیره لږه برخه درکړ شوې ده.

(86) او که مونږ وغواړو نو هغه څه به له تا نه بیرته واخلو چې مونږ درته وحې کړې او بیا به څوک نه وي چې په دې هکله زمونږ په مقابل کې ستا مرستندوي وي.

(87) خو دا ستا د رب رحمت دی او بې شکه چې د هغه مهرباني پر تا ډیره زیاته ده.

(88) او ای محمده! ووایه که ټول انسانان او پیریان په دې کې یو شي چې قران ته ورته بل قران راوړي. نو راوړای يې نه شي که څه هم یو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي.

(89) او مونږ په دې قران کې خلکو ته هر ډول مثالونه وړاندې کړل خو ډيرو خلکو پرته له ناشکرۍ بل عکس العمل ونه ښود.

(90) او وايې چې: محمده! مونږ به تر هغو په تا ایمان رانه وړو تر څو مونږ ته له ځمکې نه چینې ونه خوټوي.

(91) او یا ستا لپاره د خرما او انګورو یو باغ پیدا او ته پکې ښې ویالې وبیوې.

(92) او یا پر مونږ د خپلې وعدې او وینا مطابق اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوي او یا لله او ملایکي مونږ ته مخامخ راولې.

(93) او یا دسرو زرو یوه برخه ولري او یاسمان ته وخیژې. او یوازې اسمان ته ختل دې هم نه منو ترڅو ته په مونږ هر یوه یو کتاب نازل نه کړې. چې مونږ يي ولولو. ای محمده! ووایه: پاک دی زما پروردګار ایا زه پرته له یو لیږل شوي انسان نه بل څه یم؟

(94) او کله چې خلکو ته هدایت راغی نو یوازې یوي خبرې له ایمان راوړلو نه منع کړې وو چې ویل به يي ایا الله زمونږ په شان یو انسان رسول رالیږلی دی؟

(95) ای محمده! ووایه که چیري ملایکي په ځمکه کې په ارام سره ګرځيدای نو مونږ به دوی ته هم د اسمان له لورې ملایکه د رسول په توګه لیږلې وه.

(96) او ووایه چې زمونږ او ستاسې په میځ کې الله د شاهد په توګه بس دی. هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او هر څه يې ویني.

(97) او چا ته چې الله لار وښووله نو همغه لار میندونکی دی. او څوک يې چې لار ورکي کړل نو هیڅکله به پرته له الله د هغوی ملاتړي مینده نه کړې. او مونږ به همدا خلک د قیامت په ورځ پړمخ په داسې حال کې چې ړانده، ګونګیان او کاڼه به وي راټول او د ورتګ ځای يې جهنم دی. او چې کله هم د اور لمبې څه غلې او ښکته کیږي مونږ به يې لا ورته تیز وو.

(98) دا جزا ځکه ورکوو چې هغوی زمونږ په ایتونو کافر او ویلې به يي چې: کله مونږ زاړه هډوکي او ورستې خاورې شو بیا به هم له سره بیرته پیدا کیږو؟

(99) ایا دې ته يې فکر نه رسیږي چې هغه الله چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي توان لري چې د پخوا په شان يې بیا پیدا کړي او د دوی لپاره يې یوه پخه نیټه ټاکلې ده. خو ظالمانو پرته له دې چې ناشکري وکړي نور يې هر څه ته شاه کړه.

(100) ای محمده! هغوی ته وایه که زما د رب د رحمتونو خزانې ستاسې په واک کې وای، نو د فقر او مسکینۍ له له ډار نه به مو پوره بخیلي کړې وه. انسان خورا زړه تنګی او بخیل دی.

(101) او مونږ موسی ته نهه ښکاره معجزې ورکړې وي. نو د هغو په هکله بنې اسرائیل پوښته. کله چې موسی هغوی ته ورغی نو فرعون ورته وویل: زه باور لرم چې جادو درباندې شوی دی.

(102) موسی ورته وویل: ته ښه پوهیږې چې زما ښکاره معجزې د اسمانونو او ځمکې د رب له لورې دي. او ای فرعونه! زما پوخ باور دی چې ته به هلاک شې.

(103) فرعون هڅه وکړه چې موسی او ملګري يي له هیواد نه وشړي خو مونږ فرعون او د هغه ټول ملګري له یوې مخې په اوبو کې غرق کړل.

(104) او له دې وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: چې اوس تاسې په هغه ځمکه کې اوسئ او کله چې د اخرت د ورځې وخت راشي نو بیا به تاسې او هغوی ټول یو ځای سره راولو.

(105) مونږ دا قران په حقه نازل کړی او له حق سره تاته رسیدلی. او ای محمده! ته یوازې د زیري ورکولو او ډارولو لپاره لیږل شوی یې.

(106) او مونږ قران مرحله په مرحله په تا نازل کړی چې ته يې ښه مهلت او درنګ سره په خلکو ووایې: هو! دا قران مونږ قدم په قدم نازل کړی دی.

(107) ای محمده! ووایه: تاسې پرې ایمان راوړئ که نه ( دا ستاسې کار دی) خو کومو کسانو ته چې پخوا له قران نه علم ورکړیا [۱۵] شوی دی. کله چې پرې کله چې پرې قران تلاوت شي نو پړمخ سجدکوونکي پریوزي.
[۱۵] کله عبدالله بن سلام او نور چې له یهودیت څخه بیزار او مسلمانان شوي وو( تفسیر الماوردي).

(108) او وايي چې: پاک دی زمونږ رب بې شکه زمونږ د رب هره وعده خامخا کیدونکې ده.

(109) او په داسې حال کې چې ژاړي او لا يې خشوع او عاجزي زیاتیږي پړ مخ په قران ور پریووزي.

(110) ای محمده! ووایه: د الله په نوم یادوئ او که د ( الرحمن) په نوم. هر نوم يې چې تاسې اخلئ همغه صحیح دی ځکه چې هغه د غوره نومونو څښتن دی. او په لمانځه کې مه ډیرې چیغي وهه. او مه ډیر ورو بلکې د دواړو د مینځ لار ونیسه.

(111) او وایه چې: ثنا ده هغه الله پاک لره چې: نه یې څوک زوی نیولی. او نه په واکمنۍ کې ورسره شریک شته او نه يې د بي وسۍ له کبله کوم دوست شته او هر وخت د هغه لويې یادوه.